مېنټل هېلتھ جلا مسئله نه ده، دا زمونږ د ذاتي فلاح، كورني استحکام، معاشرتي همغږۍ او د ملي پرمختګ بنياد ګرځي ۔ د صدر آصف علي زرداري د مېنټل هېلتھ نړيوالې ورځ په موقع پېغام

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي نن كله چې نړۍ د مېنټل هېلتھ نړيواله ورځ لمانځي٬ زه د پاكستان پشمول د ګردې نړۍ ھغه ټولو كسانو سره د يووالي څرګندونه كوم څوك چې د مېنټل هېلتھ مسئلو سره مخ دي٬ صدر مملکت د مېنټل هېلتھ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل د سږ كال موضوع مونږ ته رايادوي چې مېنټل …

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي نن كله چې نړۍ د مېنټل هېلتھ نړيواله ورځ لمانځي٬ زه د پاكستان پشمول د ګردې نړۍ ھغه ټولو كسانو سره د يووالي څرګندونه كوم څوك چې د مېنټل هېلتھ مسئلو سره مخ دي٬ صدر مملکت د مېنټل هېلتھ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل د سږ كال موضوع مونږ ته رايادوي چې مېنټل هېلتھ جلا مسئله نه ده بلكې دا زمونږ د ذاتي فلاح، كورني استحکام، معاشرتي همغږۍ او د ملي پرمختګ بنياد دے۔ ۔ ده ووئيل ښه ذهني صحت د انسان د عزت نفس، صلاحيت او اميد بنسټ دے، پاکستان دا مهال معاشي فشار٬ تېز رفتاره شهري آبادي، قدرتي آفتونو، كډوالۍ، غربت او د شخړو او پیښوز د اوږد مهاله اثرات په څېر چېلنجز سره مخ دے كوم چې زمونږ د قام په ذهنونو او زړونو نا ليدونكې غمونه پرېږدي۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان كښې نزدې 2 کروړه 40 لکه كسان د څه نه څه ډول ذهني صحت پالنې ته اړتيا لري٬ په هر پنځو كښې يو بالغ كس ډپريشن يا پرېشانۍ سره مخ دے او د شيزوفرينيا او بائي پولر ډس آرډر په څېر سختې مسئلې د يو نه تر دوه فيصده آبادي متاثره كوي٬ د دې برعكس ګرد هېواد كښې يوازې 500 تربيه لرونكي د نفسيات پوهه موجود دي كوم چې د 24 كروړه نه د زيات اولس لپاره كافي نه دي۔ ده ووئيل د دې چېلنج تسليمولو سره د پاكستان حكومت د قامي صحت وزارت د لارې مېنټل هېلتھ د روغتيا د اولسي نظام برخې ګرځولو لپاره اقدامات كوي، د صحت په بنيادي مرکزونو د ذهني صحت سهولتونه معارفي كېږي او د ټېلي مينټل هېلتھ پليټ فارمز د لارې لرو پرتو او پسمانده سيمو ته رسنائي ممكن كولې شي۔ ده ووئيل کميونټي هيلتھ ورکرز ته د ابتدائي علامات شناخت او معاونت وركولو تربيه وركړې كېږي او د شعور بېدارولو كمپائنو د لارې سماجي كركه او د غلط فهمو خاتمه روانه ده۔ صدر مملکت ووئيل مونږ د ذهني صحت په اړه پاليسۍ او د قانون سازۍ نظام مضبوطولو هڅې كوٶ دغسې چې دې ته د قامي صحت په منصوبه بندۍ كښې جائز مقام ترلاسه شي۔ ده ووئيل په قامي بجټ كښې ذهني صحت لپاره وسائل زياتول، په سکولونو كښې د کونسلنګ پروګرامونو دائره زياتول او جامعات او غير سرکاري تنظيمونو سره د شراكتدارۍ په څېر اقدامات زمونږ د هلو ځلو برخه دي٬ دا ټول اقدامات د يو صحت مند پاكستان پلو مهم سنګ ميل دے۔ ده ووئيل يوازې رياست دا هلې ځلې تنها كاميابولې نشي، كورنيو له پكار دي چې ھغه د زړه د كومي خبرو اترو او همدردۍ ته وده وركړي۔ صدر مملکت ووئيل سكولونو كښې به كوچنيانو ته خوندي ماحول وركول وي چرته چې ھغوي خپلې ستونزې شريكې كړې شي، په دفترو كښې داسې پاليسۍ جوړې كړئ چې د ملازمينو د ذهني صحت تحفظ وكړي ۔ ده ووئيل مذهبي، كلتوري او سماجي مشران دې د بدنامۍ په ضد غږ پورته كړي او په وخت د مرستې دې ډاډګيرنه وكړې شي، په اجتماعي توګه مونږ يوه داسې معاشره جوړولې شوو چرته چې هر پاكستانے د ذهني صحت مسئلې په سبب خپل ځان شرمنده يا يوازې محسوس نه كړي۔ صدر ووئيل د مېنټل هېلتھ نړيوالې ورځ په موقع زه هر وګړي ته غږ كوم چې ھغه همدردي، برداشت او د شعور سفير شي٬ د سماجي كركې په ضد غږ پورته كړي ، د خپلو دوستانو٬ ګاٶنډيانو او د خپلوانو ملګرتيا وكړي ۔ ده ووئيل كه تاسو خپله ذهني فشار يا پرېشانۍ سره مخ يې نو ځان پوهه كړئ چې مرسته غوښتل كمزوري نه ده بلكې د همت علامت ده۔ آصف علي زرداري ووئيل د صدر په توګه زه دا لوظ كوم چې مېنټل هېلتھ به قامي ترجيح وي٬ راځۍ مونږ ټول په ګډه داسې پاكستان جوړ كړو چرته چې هر كس عزت، اميد او حوصلې سره د ژوند كولو حق ولري او چرته چې د ذهني صحت مسئلې نظر انداز نه كړئ شي۔ صدر مملکت ووئيل لوي څښتن دې زمونږ هڅې كاميابې كړي او او ټولو ځپليو ته دې شفا او قوت وركړي۔

مزید خبریں