اسلام آباد 09 اكتوبر (اے پي پي) وفاقي كابينې د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د تاريخي دفاعي لوظنامې توثيق كولو سره د پاكستان او سعودي عرب قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم هاٶس لخوا د جاري اعلاميه له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه شوې٬ په دې موقع وفاقي كابينې د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه …
وفاقي کابينې د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د تاريخي دفاعي لوظنامې توثيق وكړو ٬د پاكستان او سعودي عرب قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اكتوبر (اے پي پي) وفاقي كابينې د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د تاريخي دفاعي لوظنامې توثيق كولو سره د پاكستان او سعودي عرب قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم هاٶس لخوا د جاري اعلاميه له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه شوې٬ په دې موقع وفاقي كابينې د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د تاريخي او شريك ستراتېژك دفاعي تړون (Strategic Mutual Defence Agreement) توثيق وكړو۔ وزيراعظم وفاقي كابينه د سعودي عرب، قطر، ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او د ماليزيا سركاري دورو په اړه په تفصيلي توګه خبر كړه۔ وفاقي كابينې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت په سفارش د محكمه پلانټ پروټېكشن 15 ناقابل پرواز الوتكې (8 سيسنا او 7 فليچر) تعليمي، يادګاري يا د نمائش مقاصدو لپاره بېلا بېلو ادارو ته د عطيه كولو منظوري وركړه او د ادارې په استعمال كښې پاتې څلور قابل پرواز بيور الوتكې به د قاتي ملخانو په ضد كاروائيو لپاره محمکه پلانټ پروټيکشن په استعمال كښې وي٬ د يادونې وړ ده د دې الوتكو نيلامي له پخواني اقدامات كامياب شوې نه وٶ او د دې نه پس د دې الوتكو په اړه دا اقدام پورته كړے شو٬ د دې نه علاوه وفاقي كابينې د آبي وسائلو وزارت په سفارش د واپډا په انتظام كښې د مهمو بندونو او د هائيډرو پاور منصوبو حفاظت لپاره د خاص سيکورټي فورس جوړولو لپاره د “واپډا سيکورټي فورس ايکټ، 2025” د قانون سازۍ اصولي منظوري وركړه۔ وفاقي كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) د 2 اکتوبر كال 2025 په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړو۔ د وفاقي كابينه لخوا د جاري اعلاميه له مخې لېجسلېټو كېسز لپاره د کابينه کميټۍ د 22 ستمبر كال 2025 په غونډه كښې د شوو پرېكړو هم توثيق وشو خو د آلټرنيټ ميډيسنز اينډ هيلتھ پراډکټس اينلسمينټ په رولز 2014 كښې د مجوزه بدلون منظوري ورنه كړې شوه او ھغه د كابينې خاص كمېټۍ ته وسپارلې شوه۔










