اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي په هېواد دننه يا بهر د ترهه ګرو پټن ځايونه به اوس نه برداشت كوو٬څوك چې ترهه ګرو ته پناه وركوي د هغوي په ضد به كاروائي كيږي٬مونږ له به د سياسي او حكومت څخه پرته د ترهه ګرۍ په ضد وسله والو ځواكونو سره اودرېدل وي٬اوس د برداشت حد ختم شوے ٬هره ورځ زمونږ افسران او …
په هېواد دننه يا بهر د ترهه ګرو پټن ځايونه به اوس نه برداشت كوو٬څوك چې ترهه ګرو ته پناه وركوي د هغوي په ضد به كاروائي كيږي۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي په هېواد دننه يا بهر د ترهه ګرو پټن ځايونه به اوس نه برداشت كوو٬څوك چې ترهه ګرو ته پناه وركوي د هغوي په ضد به كاروائي كيږي٬مونږ له به د سياسي او حكومت څخه پرته د ترهه ګرۍ په ضد وسله والو ځواكونو سره اودرېدل وي٬اوس د برداشت حد ختم شوے ٬هره ورځ زمونږ افسران او ځوانان شهيدان كيږي۔د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شريكو وسله والو ځواكونو او عسكري ادارو سره د يو والي په تحريك خبره كښې ده ووئيل د معمول كاروائي په ځاے په دې معامله بحث ښه اقدام دے چې د پاك پوځ او شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه اوشي او د ترهه ګرۍ لعنت مخ نيوې څنګه وكړے شي٬سياست به كيږي۔ده ووئيل درې كاله وړاندې افغانستان ته تللے ووم٬افغان چارواكو ته مې وئيلي وو چې هلته څخه زمونږ دوو صوبو كښې ترهه ګري كيږي٬ دلته شپږ اووه زره ترهه ګر ناست دي او تېر حكومت په دې كښې درې زره سوات ته راوستلو سره آباد كړي٬مونږ هغوي ته ووئيل دغه دې قابو كړے شي٬د هغوي پټن ځايونه دې ختم كړے شي٬د هغوي سرپرستي دې ختمه كړی شي۔هغوي غوښتنه وكړه چې 10 اربه روپۍ راكړۍ مونږ به هغوي د هېواد لويديزو سيمو كښې بل ځاے پولې څخه لرې آباد كړو او ستاسو پولې سره نزدې د هغوي پټن ځايونه به ختم كړې شي٬په دې مونږ د هغوي څخه ګارنټي وغوښتله چې د دې څه ګارنټي ده چې هغوي به بيا زمونږ هېواد ته نه راځي نو هغوي ضمانت نه راكولو٬ځكه خبره د دې نه زياته نه شوه٬ ده ووئېل په دغې بيا بيا خبره كيده٬څلور هېوادونه روس٬چين٬ايران او پاكستان كوم چې د ترهه ګرۍ څخه نيغ په نيغه متاثر دي٬د دوي غونډې هم كېدې او كومه خاطر خواه كاميابي نه وه ترلاسه شوې ٬دفاع وزير ووئيل تېره ورځ د دوو افسرانو پشمول 11 شهادتونه شوي ٬ نن هم دغسې نور شهادتونه شوي۔هغوي خپل واړه واړه بچي غم جن پرېښودې دي٬د هغوي د كورنيو جذبۍ ژوندۍ دي۔ده ووئيل چې يو پلو دا ډول جذبه وي او بل پلو مونږ د معمول ژوند تېروو نو دا د وياړ يا كريډټ اخستو خبره نه ده۔ده ووئيل وخت راغلے چې ټول وفاقي او صوبائي حكومتونه په دې مسئله يو موټې شي پاك پوځ سره اودرېږي۔دا يوه مقدسه فريضه ده كوم كښې چې هغوي د پولو حفاظت كوي٬ بل د آپرېشن بنيان مرصوص نه پس هېواد كښې او بهر هېوادونو كښې زمونږ ځواكونو خپل ځان په ټژلو منلے دے٬ اوس دا زمونږ فرض جوړیږي چې د دوي سره اوږه په ولاړ پاتي شوو ۔۔خواجه آصف ووئيل هند ته مو چې كومه ماتې وركړي هغوي يې نن هم يادوي۔دا كريډټ د پاك پوځ دے د كوم په سبب چې نړۍ پاكستان ستائي۔پاكستان لپاره دا اعزاز دے٬ د بهر نړۍ خلك مباركۍ وركوي۔ ده ووئېل د امريكې٬اسلامي هېوادونو پشمول هر ځاے د پاكستان عزت او وقار كښې اضافه شوې ٬د دې قربانو اعتراف پكار دے۔ده ووئيل امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې هڅې كوي او مونږ دلته د اقتدار بچ كولو فكر كوو۔ ده ووئېل په دې قربانو په نړۍ كښې د څو لسيزو نه پس په جنګ كښې زمونږ د ځواكونو له امله عزت بحال شوے٬نړۍ زمونږ پوځ مني٬زمونږ عزت كوي ٬ ځكه اختيارمندو خلكو له په ډاګه د پاكستان٬د پاك پوځ او شهيدانو سره ودرېدل پكار دي٬په دې سياست نه دے كول پكار۔










