اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني د سېنېټ غونډه كښې ووئيل وفاقي کابينې د نوې انرژي وهيکل (اېن اي وي) پاليسۍ منظوري وركړې ده٬ رسمي اطلاق يې شوے۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د غړو د پوښتنې په ځواب ده ايوان خبر كړو چې د نوې انرژي وهيکل پاليسۍ له مخئ صارفينو ته سبسډي او فنانسنګ معاونت رسولے …
وفاقي کابينې د نوې انرژي وهيکل پاليسۍ منظوري وركړې ده٬ رسمي اطلاق ئې شوے۔ بلال اظهر کياني

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني د سېنېټ غونډه كښې ووئيل وفاقي کابينې د نوې انرژي وهيکل (اېن اي وي) پاليسۍ منظوري وركړې ده٬ رسمي اطلاق يې شوے۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د غړو د پوښتنې په ځواب ده ايوان خبر كړو چې د نوې انرژي وهيکل پاليسۍ له مخئ صارفينو ته سبسډي او فنانسنګ معاونت رسولے كېږي دغسې چې ھغوي اي وهيكل استعمال خپل كړي۔ ده ووئيل حكومت د اېن اي وي سكيم لپاره په سږني بجټ كښې لس اربه روپۍ بېلې كړې دي٬ د دې پاليسۍ له مخې به په يو لك 16 زره اليکټرك موټر بائيکس او په درې زره اليکټرك رکشو به سبسډي وركولې شي۔ بلال کياني ووئيل حكومت تر كال 2030 ګرد هېواد كښې د درې زره چارجنګ سټېشنز جوړولو هدف لري دغسې چې د اي وهيكل ودې لپاره بنيادي ډھانچه جوړه كړې شي۔ ده ووئيل د حکومت مقصد ماحولياتي خيرنتيا كښې كمې٬ په اېندهن انحصار كمولو او جديد، تل پاتې ټرانسپورټ نظام ته وده وركړې شي۔










