د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د برتانيې پارليماني پلاوي سره ملاقات

بار باډوس 09 اكتوبر(اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني بريج ټاؤن٬ بار باډوس كښې روان 68مې كامن ويلتھ پارليماني كنفرنس(سي پي سي)په موقع د برتانيې پارليماني پلاوي سره ملاقات كړے ۔د زيارت په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د برتانيې پلاوي مشري د پارليمنټ غړي كيټ اوسامور وكړه٬كوم چې د كامن ويلتھ پارليمنټري اېسوسي اېشن(سي پي اے)چيئر او ليبر پارټۍ سره تعلق …

بار باډوس 09 اكتوبر(اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني بريج ټاؤن٬ بار باډوس كښې روان 68مې كامن ويلتھ پارليماني كنفرنس(سي پي سي)په موقع د برتانيې پارليماني پلاوي سره ملاقات كړے ۔د زيارت په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د برتانيې پلاوي مشري د پارليمنټ غړي كيټ اوسامور وكړه٬كوم چې د كامن ويلتھ پارليمنټري اېسوسي اېشن(سي پي اے)چيئر او ليبر پارټۍ سره تعلق لري۔پلاوي كښې لارډ سيد صلاح كمال(د روغتيا لپاره شيډو منسټر٬ كنزرويټيو پارټۍ)٬ پارليماني غړے ډيوډ منډيل٬(كنزرويټو پارټي٬ ايګزيكټو ممبر سي پي اے)او بيرونس لنډسے نارتهوور(لبرل ډيمو كريټس)هم شامل ؤ ۔د پاكستان لخوا سينيتر روبينه خالد٬سنيټر محسن عزيز او د سندھ اسمبلۍ سپيكر اويس قادر شاه په غونډه كښې ګډون كولو۔د ملاقات په مهال د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان او برتانيې ترمينځه د اوږد مهاله او كڼ اړخيزه اړيكو رامخې ته كولو سره ووئيل كامن ويلتھ پارليمنټري اېسوسي اېشن فريم ورك له مخې بين الپارليماني مرسته د لا قوي كولو ضرورت دے۔ده د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د جمو او كشمير اولس حق خود اراديت له اصولي دريځ ښكاره كړو٬د فلسطين په موجوده صورتحال يې خبره وكړه٬ او د امن او سلامتيا په نړيوال معاملات٬په خاص توګه د افغانستان په اړه د نړيوالې ورورولۍ موثر او د پرله پسې كردار په ضرورت يې هم زور راوړو۔

مزید خبریں