د هېواد څخه تر آخري ترهه ګر د خاتمې به جنګ روان وي۔ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د هېواد څخه تر آخري ترهه ګر د خاتمې به جنګ روان وي٬پاكستان د امن پلوي دے او تل يې د امن خبره كوي٬مونږ خپلو ځواكونو سره ولاړ يو او هر يو به خپله ذمه واري پوره كوي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل په دې ايوان كښې د آرمډ فورسز افسرانو …

اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د هېواد څخه تر آخري ترهه ګر د خاتمې به جنګ روان وي٬پاكستان د امن پلوي دے او تل يې د امن خبره كوي٬مونږ خپلو ځواكونو سره ولاړ يو او هر يو به خپله ذمه واري پوره كوي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل په دې ايوان كښې د آرمډ فورسز افسرانو او ځوانانو په شهادت فاتحه خواني وكړې شوه٬د كابينې په غونډه كښې هم په متفقه توګه د آرمډ فورسز قربانو او هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړی شوي ۔ده ووئيل د دې شهيدانو قربانۍ لازواله دي٬د يوې يوې كورنۍ حوصله او عزم لازواله دے۔د هغوي حوصلې لوړې دي او د خوږ هېواد لپاره د ځانونو په قربانۍ وركولو د شكر سجده ادا كوي ۔ده ووئيل د معمول كاروائۍ په معطل كولو د خپلو وسله والو ځواكونو او عسكري ادارو سره د يو والي څرګندونه كوو دغسې چې نن د دې ايوان څخه دا پېغام لاړ شي چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ په متفقه توګه د وسله والو ځواكونو سره ولاړ يو و ٬مونږ ټول يو يوو او خپل پاك پوځ سره ولاړ يوو۔

مزید خبریں