ساهيوال 09 اکتوبر (اے پي پي) د غربت كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير پير سيد عمران احمد شاه ضلعي افسرانو ته امر كړے دے چې په ضلع كښې روان ټول پرمختيائي كارونه پخپل وخت بشپړ كړئ دغسې چې د اولس ستونزې كمې شي۔ ده په منصوبو د كار معيار باوري كولو هم امر وكړو۔ ده ووئيل د ساهيوال محنتي او فرض شناس افسران د ضلع په پرمختګ كښې د …
په ضلع كښې روان ټول پرمختيائي كارونه دې پخپل وخت بشپړ كړے شي۔ پير سيد عمران احمد شاه

مزید خبریں
ساهيوال 09 اکتوبر (اے پي پي) د غربت كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير پير سيد عمران احمد شاه ضلعي افسرانو ته امر كړے دے چې په ضلع كښې روان ټول پرمختيائي كارونه پخپل وخت بشپړ كړئ دغسې چې د اولس ستونزې كمې شي۔ ده په منصوبو د كار معيار باوري كولو هم امر وكړو۔ ده ووئيل د ساهيوال محنتي او فرض شناس افسران د ضلع په پرمختګ كښې د ملاتير حېثيت لري او دوي له به د اولس د مسئلو حل لپاره په ګډه كار كول وي۔ دا خبره وفاقي وزير په ډي سي آفس كښې د ډسټرکټ کوآرډينيشن کميټۍ غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غٶنډه كښې د صوبائي اسمبلۍ غړې محمد ارشد ملل، پير ولائت شاه کھګه، رانا رياض احمد، پخوانې پارلماني غړې چوهدري محمد اشرف سره سره ضلعي او ډويژنل افسران هم موجود وو۔










