اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډېره اسماعيل په درابڼ سيمه كښې د هند سپانسرډ ترهه ګرو په ضد په بهادرۍ سره جنګ كښې شهيد شوي ميجر سبطين حېدر ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل شهيد ميجر سبطين حجېدر په بهادرۍ سره جنګ كښې 7 د هند ملاتړ لرونكي ترهه ګر وژلي …
د كورنيو چارو وفاقي وزير ډېره اسماعيل خان آپرېشن كښې شهيد شوي ميجر سبطين حېدر ته پيرزوئنې٬قام په داسې مېړنو زامنو وياړ لري۔محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډېره اسماعيل په درابڼ سيمه كښې د هند سپانسرډ ترهه ګرو په ضد په بهادرۍ سره جنګ كښې شهيد شوي ميجر سبطين حېدر ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل شهيد ميجر سبطين حجېدر په بهادرۍ سره جنګ كښې 7 د هند ملاتړ لرونكي ترهه ګر وژلي او د خپل ځان په قرباني كولو يې د دښمن ناوړه عزائم خاورې كړل ۔ده ووئيل شهيد ميجر سبطين جېدر د خپلې وينې څخه د شجات او جرات نوې تاريخ رقم كړو ٬په داسې بهادرو زامنو ټول قام وياړ لري۔محسن نقوي ووئيل قام د شهيد ميجر سبطين حېدر جرات٬شجاعت ته سلام كوي او تل به د هغوي قربانۍ يادې ساتلې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شهيد د ميجر سبطين حېدر كورنۍ سره هم د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔










