د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ډېره اسماعيل كښې د هند اسپانسرډ ترهه ګرو په ضد په كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ډېره اسماعيل كښې د هند اسپانسرډ ترهه ګرو په ضد په كاميابه كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره شهيد ميجر سبطين حيدر ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئېل د امنيتي ځواكونو په وخت كاروائيو كښې د هند د 7 ملاتړ لرونكو ترهه ګرو وژل …

اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ډېره اسماعيل كښې د هند اسپانسرډ ترهه ګرو په ضد په كاميابه كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره شهيد ميجر سبطين حيدر ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئېل د امنيتي ځواكونو په وخت كاروائيو كښې د هند د 7 ملاتړ لرونكو ترهه ګرو وژل د ستائنې وړ دي٬شهيد ميجر سبطين حېدر ته د هغه په بهادرۍ د عقيدت پيرزوئنهې وړاندې كوم٬ميجر سبطين حېدر او د هغه پشان بهادر زامنو قربانۍ د هېواد د تحفظ ضمانت دے٬ترهه ګر عناصر چرې هم خپلو ناوړه عزائمو كښې كاميابېدے نه شي۔سپيكر سردار اياز صادق د شهيد ميجر سبطين حېدر كورنۍ سره د غمرازۍ او بشپړھ يو والي څرګندونې كولو سره ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو په بهادرۍ او استقامت ټول قوم وياړ لري۔ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې شهيد شوي له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں