كوئټه۔ 09 اكتوبر(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي ډېره اسماعيل خان كښې په درابڼ سيمه كښې د فتنه الخوارج په ضد امنيتي ځواكونو ته په كاميابه كاروائۍ پېرزئنې وړاندې كړې دي۔ خپل جاري بيان كښې هغه د آپرېشن په مهال د شهادت جام نوش كونكې مېجر سبطېن حېدر ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د كوئټه څخه تعلق لرونكي دې مېړني افسر د ګران وطن دفاع لپاره د …
د بلوچستان وزيراعلې ډي آئې خان كښې د ترهه ګرو خلاف په كاميابه كاروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
كوئټه۔ 09 اكتوبر(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي ډېره اسماعيل خان كښې په درابڼ سيمه كښې د فتنه الخوارج په ضد امنيتي ځواكونو ته په كاميابه كاروائۍ پېرزئنې وړاندې كړې دي۔ خپل جاري بيان كښې هغه د آپرېشن په مهال د شهادت جام نوش كونكې مېجر سبطېن حېدر ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د كوئټه څخه تعلق لرونكي دې مېړني افسر د ګران وطن دفاع لپاره د جرات او مړانې نوے مثال جوړ كړو۔ وزيراعلې ووئېل قام پخپل بهادر زوي وياړ لري ٬ شهيد د يو مېړني پلار مېړنے زوي ؤ چا چې د مورني وطن تحفظ لپاره خپل ځان قربان كړو۔ هغه ووئېل د پاك پوځ شهيدانو د وطن دفاع لپاره د خپلو ځانونو په قربانولو د مړانې او استقامت نوے تاريخ رقم كړے دے۔ د شهيدانو قربانۍ به عمر له يادې ساتلې شي او قام د دوي د وينې پوره وړے دے۔وزيراعلې ووئېل د امنيتي ځواكونو كاميابې كاروائۍ د ترهه ګړۍ د مكمل خاتمې عزم لا قوي كوي۔ د بلوچستان اولس د پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د شهدا مشن ته سلام كوي۔










