د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه٬ په قامي خزانه بار جوړېدونكو د سركاري ادارو زر تر زره نجكارۍ كښې رامخې ته پېچلتياوې د لرې كولو امر

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په قامي خزانه د بار جوړېدونكو او غېر فعاله سرکاري ادارو د نجکارۍ عمل زر تر زره انتظامي او اداره جاتي پېچلتياٶ څخه د ساتلو او تر سره كولو امر سره ووئيل د مجوزه سرکاري ادارو په نجکارۍ كښې قامي مفاد او په سباٶن كښې د ادارو وظيفائي استعداد زياتول تر نظره اوساتئ۔ ده دا امر د زيارت په ورځ …

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په قامي خزانه د بار جوړېدونكو او غېر فعاله سرکاري ادارو د نجکارۍ عمل زر تر زره انتظامي او اداره جاتي پېچلتياٶ څخه د ساتلو او تر سره كولو امر سره ووئيل د مجوزه سرکاري ادارو په نجکارۍ كښې قامي مفاد او په سباٶن كښې د ادارو وظيفائي استعداد زياتول تر نظره اوساتئ۔ ده دا امر د زيارت په ورځ د مجوزه سركاري ادارو نجكارۍ په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال خپلې وېنا كښې كړے٬ په غونډه كښې د اكنامك افيئرز ډويژن وفاقي وزير احد خان چيمه، د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئېل د مجوزه سرکاري ادارو په نجکارۍ كښې قامي مفاد او په سباٶن كښې د ادارو وظيفائي استعداد زياتول تر نظره اوساتئ۔ ده په دې لړ كښې د نجكارۍ په عمل كښې نړيوال شهرت لرونكو پوهانو خدمات ترلاسه كول او په سرکاري ادارو كښې د كار استعداد زياتولو لپاره د جامع لائحې له مخې هر ډول ممكنه اقدامات كولو هم امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې د نجکارۍ په عمل كښې د شاملو سرکاري ادارو لپاره دې په غوره ډول معاملات ترسره كړے شي۔ ده خبردارے وركړو چې د نجکارۍ عمل كښې اداره جاتي او انتظامي تاخير او سره فيته به نه زغملې كېږي، د نجکارۍ د عمل به زه پخپله څارنه كوم او د دې په پېشرفت به باقاعده غونډه كېږي۔ په غونډه كښې په 24 كښې د 15 سرکاري ادارو د نجکارۍ عمل د پېشرفت نه وزيراعظم خبر كړے شو۔ وزيراعظم په قامي خزانه د بار جوړېدونكو او غېر فعاله سرکاري ادارو د نجکارۍ عمل زر تر زره د انتظامي او اداره جاتي پېچلتياٶ څخه ساتلو او د تر سره كولو امر ولړو۔

مزید خبریں