وزيراعظم شهباز شريف ډېره اسماعيل خان كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب آپرېشن او د 7 خارجيانو په وژلو د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ستائنې كولو سر آپرېشن كښې شهيد شوي ميجر سبطين حېدر ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ ۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د شهيد لوړو …

اسلام آباد 09 اكتوبر(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب آپرېشن او د 7 خارجيانو په وژلو د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ستائنې كولو سر آپرېشن كښې شهيد شوي ميجر سبطين حېدر ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ ۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د شهيد لوړو درجو او د هغه كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔ده ووئيل د پاك پوځ بهادر افسران او ځوانان شپه ورځ د هېواد په حفاظت كښې مصروف دي٬زما پشمول ټول قام په خپلو مېړنو ځواكونو افسرانو او ځوانانو وياړ لري۔وزيراعظم د ترهه ګرۍ عفريت د هېواد څخه تر بشپړه خاتمې د دې جنګ جاري ساتلو عزم څرګندولو سره ووئېل ټول قام د پاك پوځ د هېواد حفاظت له په غېر متزلزل عزم كښې د هغوي سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔

مزید خبریں