اليکشن کميشن حلقه اېن اے ون چترال كښې ضمني انتخاب لپاره شېډول اعلان كړو

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) اليکشن کميشن د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن اے ون چترال كښې ضمني انتخاب لپاره شېډول اعلان كړے دے چرته چې به پولنګ په 23 نومبر كېږي٬ دا چوكۍ د عبدالطيف د نااهلۍ له امله خالي شوې وه۔ د الېكشن كمېشن لخوا د زيارت په ورځ د جاري شېډول له مخئ کميشن د پېښور هائي كورټ د اكتوبر په وړومبۍ نيټه د وركړې …

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) اليکشن کميشن د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن اے ون چترال كښې ضمني انتخاب لپاره شېډول اعلان كړے دے چرته چې به پولنګ په 23 نومبر كېږي٬ دا چوكۍ د عبدالطيف د نااهلۍ له امله خالي شوې وه۔ د الېكشن كمېشن لخوا د زيارت په ورځ د جاري شېډول له مخئ کميشن د پېښور هائي كورټ د اكتوبر په وړومبۍ نيټه د وركړې پرېكړې په رڼا كښې خپل اختيارات كارولو سره په حلقه كښې ضمني الېكشن لپاره شېډول جاري كړے دے چې له مخې به يې د نامزدګۍ كاغذونه د 15 نه تر 17 اكتوبر جمع كولې شي او په 22 اكتوبر به جانچ پړتال كېږي٬ د كاغذونو منظورۍ او مسترد كېدو په ضد اپيلونه به تر 27 اکتوبر دائر كېدے شي او د اپيلټ ټربيونل لخوا به په دې پرېكړه په درېم نومبر راځي٬ نظر ثاني شوے فهرست به په 4م نومبر جاري كېږي او په پنځم نومبر به د کاغذات بېرته اخستو ورځ وي٬٫ كانديدانو ته به انتخابي نښې په 6م نومبر الاټ كېږي او پولنګ به په 23 نومبر كېږي۔ د مالاكنډ ريجنل اليکشن کمشنر اعجاز احمد ډسټرکټ ريټرننګ آفيسر تعينات كړے شوے دے۔

مزید خبریں