اسلام آباد ۔ 09 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په غزه كښې د نشل كشۍ خاتمې لپاره د تر سره شوې لوظ نامې اعلان په مينځني ختيز كښې د تل پاتي امن باوري كولو لپاره يوه تاريخي موقعه ګرځولو سره وئېلي دي د تل پاتي امن هلو ځلو ته د زيان رسوونكو ګامونو دې مخ ونيولې شي ۔ د زيارت په ورځ په "ايكس" خپل بيان كښې …
د غزه لوظنامې اعلان په مينځني ختيز كښې د تل پاتي امن باوري كولو تاريخي موقع ده٬ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 09 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په غزه كښې د نشل كشۍ خاتمې لپاره د تر سره شوې لوظ نامې اعلان په مينځني ختيز كښې د تل پاتي امن باوري كولو لپاره يوه تاريخي موقعه ګرځولو سره وئېلي دي د تل پاتي امن هلو ځلو ته د زيان رسوونكو ګامونو دې مخ ونيولې شي ۔ د زيارت په ورځ په “ايكس” خپل بيان كښې وزيراعظم د امن لوظ نامې په لړ كښې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د كردار ستائنې كولو سره ووئېل د هغه قيادت د خبرو اترو د دې ټول عمل په مهال نړۍ كښې امن لپاره د هغه د غېر متزلزل عزم عكاس دے۔ ده د قطر ٬ مصر او تركيه د مشرتابه هم ستائنه وكړه چا چې د لوظنامې كولو لپاره ډېرې زياتې هلې ځلې وكړې۔ وزيراعظم ووئېل زه د فلسطين اولس ته پېرزوئنې وړاندې كوم چا چې د بے پناه ستونزو مقابله وكړه او د كومو چې په هيڅ صورت بيا اعاده نه ده پكار۔ ده په مسجد اقصې كښې په اوسنۍ اشتعال انګېزۍ د تشويش څرګندونې كولو سره د دغې غندنه وكړه ۔ وزيراعظم په نړيواله وروروږۍ زور راوړو چې هغه قابضين او غېر قانوني آباد كار په داسې اقدامات ځواب وركوونكې وګرځوي او لا د داسې اقدامات مخ اونيسي كوم چې د صدر ټرمپ د تاو تريخوالي كمولو او د تل پاتي امن لاره د هوارولو هلو ځلو ته زيان رسولې شي۔ ده ووئېل موڼږ به د خپلو شراكت دارو ٬ دوستانو او ورونړو هېوادونو مشرتابه سره په ګده د فلسطين اولس لپاره د امن ٬ سلامتيا او وقار باوري كولو لپاره به د هغوي د هيلو او د ملګرو ملتونو قراردادونو تر مخه كار روان ساتو۔










