اوركزئۍ ضلع كښې د شهيدو شوو ليفټيننټ كرنل جنيد طارق او ميجر طيب راحت د جنازې مونځ ادا كړے شو

پېنډي 08 اکتوبر(اے پي پي)اوركزئۍ ضلع كښې د شهيدو شوو لېفټيننټ كرنل جنيد طارق او ميجر طيب راحت د جنازې مونځ ادا كړے شو۔د شورو په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې ليفټيننټ كرنل جنيد طارق(عمر 39 كاله٬ د پېنډۍ ډسټركټ) او (ميجر طيب راحت عمر 33 كاله٬د پینډۍ ډسټركټ) د جنازې مونځ چكلاله ګيريژن پینډۍ كښې ادا كړے شو۔ دا …

پېنډي 08 اکتوبر(اے پي پي)اوركزئۍ ضلع كښې د شهيدو شوو لېفټيننټ كرنل جنيد طارق او ميجر طيب راحت د جنازې مونځ ادا كړے شو۔د شورو په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې ليفټيننټ كرنل جنيد طارق(عمر 39 كاله٬ د پېنډۍ ډسټركټ) او (ميجر طيب راحت عمر 33 كاله٬د پینډۍ ډسټركټ) د جنازې مونځ چكلاله ګيريژن پینډۍ كښې ادا كړے شو۔ دا هغه 11 مېړنو ځوانانو كښې شامل وو څوك جې اوركزئۍ ضلع كښې د انټيلي جنس په بنياد د هند ملاتړ لرونكو خوارج په ضد آپرېشن په مهال شهيدان شوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف٬د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬وفاقي وزيرانو٬پوځي او سول افسرانو او اولس د جنازې په مونځ كښې ګډون وكړو۔وزيراعظم د اوركزئۍ پیښې 11 شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستانے قام د ترهه ګرۍ دې لعنت په ضد عزم او ثابت قدم دے او د شهيدانو لازواله قربانۍ به په هر قيمت د هېواد دفاع لپاره د قام غېر متزلزل عزم تازه كوي ۔شهيدان به پوځي اعزاز سره خپلو سيمو كښې خاورو ته سپارلې شي۔

مزید خبریں