د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د دفاعي تړون بنياد ورورولي ده٬ كه په ګډه كار وكړو نو په نړيواله ورورولۍ كښې يو مضبوط مقام جوړېدے شي ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي پلاوي په درناوي د ماسپخين مېلمستيا په موقع وېنا

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د دفاعي تړون بنياد ورورولي ده٬ كه په ګډه كار وكړو نو په نړيواله ورورولۍ كښې مضبوط مقام جوړېدے شي، وخت زمونږ لپاره زرينه موقع رامخې ته كړې ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د سعودي پاکستان جوائنټ بزنس کونسل چيئرمېن شهزاده منصور بن محمد بن …

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د دفاعي تړون بنياد ورورولي ده٬ كه په ګډه كار وكړو نو په نړيواله ورورولۍ كښې مضبوط مقام جوړېدے شي، وخت زمونږ لپاره زرينه موقع رامخې ته كړې ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د سعودي پاکستان جوائنټ بزنس کونسل چيئرمېن شهزاده منصور بن محمد بن سعد آل سعود په مشرۍ كښې د سعودي پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستيا په موقع خپلې وېنا كښې كړې۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران او د مهمو كاروباري شخصياتو نه علاوه سركاري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل يو ځل بېا دلته د سعودي شهزاده منصور بن محمد په ليدو خوشحالېږم٬ مونږ دلته د يوې كورنۍ په څېر موجود يوو۔ وزيراعظم ووئيل زه د تېرو 40 كالو راهېسې سياست كوم٬ په وړومبي ځل د 60 په لسيزه كښې سعودي عرب ته تللے ووم، د دې نه پس مې د سعودي څو دورې كړي او زما اوسنۍ د رياض دوره بېخي ځانګړې او بې مثاله وه٬ ده ووئېل د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د ګرمجوشۍ څرګندونه كړې٬ د سعودي ورورونو خوېندو تل پاكستان لپاره د بې مثال مينې څرګندونه كړې، سعودي عرب په هره سخته او ازمېښت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل هر مسلمان د مقدس ځايونو تحفظ لپاره خپل ځان قربانولو له چمتو دے۔ وزيراعظم ووئيل 20 يا 30 كاله وړاندې په ځېنې څانګو كښې پاكستان د سعودي عرب سره د تجربو تبادله كوله، د سعودي عرب پاکستان سره تعلق غېر متزلزل او په مستقل عزم اډانه دے، د سعودي عرب دا عزم زمونږ د اړيكو په تاريخ كښې تل ځانګړے ٶ او وي به۔ ده ووئيل د پاکستان او سعودي عرب دفاعي تړون په ورورولۍ اډانه د اړيكو باقاعده شكل دے، مونږ د سكه وروڼو په څېر يو٬ او ورور تل د ورور مرستې له راوړندې كېږي٬ مونږ به د مقدس مقامات مکة المکرمة او مدينه منوره عمر له محافظان يوو۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان او سعودي عرب به خپلې اړيكې د کاروبار او سرمايه کارۍ په بنياد لا قوي كوي او د مشتركه كاروبار خوب په حقيقت بدلولو لپاره به په ګډه كار كوي۔ ده د تجارت، سرمايه کاري، تحقيق او د پرمختګ په څانګو كښې مشتركه اقدامات مخ په وړاندې د بوتللو په ضرورت زور راٶړولو سره ووئيل نن مونږ له د سعودي عرب څخه زده كړې ته اړتيا ده٬ مونږ ته دا موقع ترلاسه ده٬ سعودي عرب هم مونږ سره هر ډول ممكنه مرستې لپاره چمتو دے۔ وزيراعظم ووئيل د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان فعاله او زيرك قيادت د سعودي معاشره بدله كړې ده٬ وخت او حالات د چا انتظار نه كوي، مونږ له به خپل ځان د وخت او موقعو لپاره چمتو ساتل وي، كه مونږ په ګده كار وكړو نو په نړيوالې ورورولۍ به كښې خپل ځاے مضبوط كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د بهترين شخصيات ډله لرو٬ د سعودي عرب چارواكي هم په لوظنامه لاسليك ته لېواله دي٬ دې وخت زمونږ لپاره ښائسته موقعې راوړې دي، په ګډه به كار پېل كول وي۔ د سعودي پاکستان جوائنټ بزنس کونسل چيئرمېن شهزاده منصور بن محمد بن آل سعود د خپلې وېنا په مهال ووئيل زه د پاکستان سعودي عرب مشترکه بزنس کونسل غونډې لپاره پاکستان ته راغلے يم، پاکستان ته د راتلو نه وړاندې ما د سعودي عرب ټولو مهمو وزيرانو سره ملاقاتونه كړي، د سعودي وزيران مې په پاکستان كښې د ممکنه ستراتېژك منصوبو نه خبر كړي٬ د سعودي کاروباري طبقې ته به په پاکستان كښې سرمايه کارۍ لپاره سهولتونه وركولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف چې په كومو څانګو زور راوړے مونږ هم ھغې ته پام لرنه كوٶ۔

مزید خبریں