اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د سي پېك دوهم پړاؤ(فيز ټو)باضابطه پیل شوے دے چې پكښې د كركيلې٬صنعت٬اطلاعاتي ټېكنالوجي او اولسي روابط پشان كليدي څانګې شاملې كړې شوي دي ٬په دې پړاؤ كښې د نجي څانګې كردار لا مؤثره جوړولو او د ځوانانو په هنر مندۍ كښې زياتوالي ته خاص پام لرنه كېږي۔د شورو په ورځ د 14مې …
د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي پېك منصوبو د جاج اغستو غونډه٬ د سي پيك فيز ټو په پروژو عملدرآمد كښې په تندۍ راوستلو زور

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د سي پېك دوهم پړاؤ(فيز ټو)باضابطه پیل شوے دے چې پكښې د كركيلې٬صنعت٬اطلاعاتي ټېكنالوجي او اولسي روابط پشان كليدي څانګې شاملې كړې شوي دي ٬په دې پړاؤ كښې د نجي څانګې كردار لا مؤثره جوړولو او د ځوانانو په هنر مندۍ كښې زياتوالي ته خاص پام لرنه كېږي۔د شورو په ورځ د 14مې جے سي سي غونډې نه پس د سي پېك په پروژو د پېشرفت د جاج اسغتو غونډه وشوه ۔په غونډه كښې د سي پېك په فيز ټو پروژو عملدرآمد كښې په تندۍ زور راوړلے شو ۔په غونډه كښې وفاقي وزير هدايت وكړو چې پاكستان كښې جوړ خاص اقتصادي زون كښې آسانۍ وركول دې باوري كړې شي او ټول وزارتونه دې د سي پیك فيز ټو له مخې نوې پروژې رامخې ته كړي۔احسن اقبال ووئيل 14مه جے سي سي غونډه د پاكستان او چين اړيكو كښې د نوي سفر بنياد ثابت شوې او د پاكستان او چين اړيكو 75مې سالګرې په موقع به 15مه جے سي سي غونډه پاكستان كښې كيږي۔ده هدايت وكړو چې دې پروژو ته دې پام لرنه وكړې شي چې د اولس په ژوند ښه او د اوږدې مودې مثبت اثر پرېباسي۔وفاقي وزير ووئيل د سي پېك دوهم پړاؤ(فيزټو)باضابطه پېل شوے چې پكښې د كركيلې٬صنعت٬اطلاعاتي ټېكنالوجي او اولسي روابط پشان كليدي څانګې شاملې كړې شوي دي










