اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري اوركزئۍ آپرېشن كښې شهيدو شوو د امنيتي ځواكونو او افسرانو بهادري او عزم ستائېلے دے ۔د شورو په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان له مخې بلاول بهټو زرداري اوركزئۍ كښې د هند ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په ضد كاروائيو په مهال د لېفټيننټ كرنل پشمول د 11 پوځيانو په شهادت …
د پاكستان پيپلز پاړټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري اوركزئي آپرېشن كښې د پوځي افسرانو او اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه ٬د ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري اوركزئۍ آپرېشن كښې شهيدو شوو د امنيتي ځواكونو او افسرانو بهادري او عزم ستائېلے دے ۔د شورو په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان له مخې بلاول بهټو زرداري اوركزئۍ كښې د هند ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په ضد كاروائيو په مهال د لېفټيننټ كرنل پشمول د 11 پوځيانو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې۔ده په استخباراتي اطلاعات اډانه آپرېشن كښې شهيدو شوو لېفټيننټ كرنل جنيد طارق٬ميجر طيب راحت٬اعظم ګل٬عادل حسين٬شير خان٬ګل عامر٬تالش فراز٬ارشد حسين٬طفيل جان٬عاقب علي او محمد زاهد ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔ ده د پوځي افسرانو او اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونې سره د ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔بلاول بهټو زرداري د شهيدو شوو افسرانو او ځوانانو كورنيو سره غمرازي او د يو والي څرګندونه وګره او د شهيدانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره يې د زغم دعا وكړه ۔بلاول بهټو زرداري د ترهه ګرو خاتمه كولو لپاره روان آپرېشن كښې د امنيتي ځواكونو د غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو










