اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق اوركزئۍ ضلع كښې د فتنه الخوارج 19 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره آپرېشن كښې د لېفټيننټ كرنل جنيد عارف او ميجر طيب راحت پشمول شهيدو شوو 11 افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل لېفټيننټ كرنل جنيد عارف ليډنګ فرام …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق اوركزئۍ ضلع كښې د فتنه الخوارج 19 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق اوركزئۍ ضلع كښې د فتنه الخوارج 19 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره آپرېشن كښې د لېفټيننټ كرنل جنيد عارف او ميجر طيب راحت پشمول شهيدو شوو 11 افسرانو او ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل لېفټيننټ كرنل جنيد عارف ليډنګ فرام فرنټ كښې عظيم مثال جوړ كړو كوم چې د پاك پوځ روايت دے۔پاك پوځ او امنيتي ځواكونه د فتنه الخوارج د بشپړه خاتمې عزم لري٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې به د پاك پوځ قربانۍ بې ځايه نه ځي۔ده ووئيل ترهه ګر عناصر به چرې هم خپلو ناوړه عزائمو كښې كامياب نه شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه وكړه او دعا يې وكړه چې لويې څښتن دې شهيدانو لپاره د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ده ووئيل امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لازواله قربانۍ وركړي۔ټول قام د پاك پوځ ځوانانو قربانيو ته سلام كوي۔










