وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري سره د ايتھوپيا سفير د مخه ښې اغستو ملاقات

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري سره د ايتھوپيا سفير ډاکټر جمال بکر عبداﷲ د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د مخه ښې اغستو ملاقات كړے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د بيان له مخې آصفه بھټو زرداري د پاکستان او ايتھوپيا ترمېنځه د دوستۍ ودې لپاره د سفير د مرستې ستائنې سره ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو د پاکستان وړومبے …

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري سره د ايتھوپيا سفير ډاکټر جمال بکر عبداﷲ د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د مخه ښې اغستو ملاقات كړے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د بيان له مخې آصفه بھټو زرداري د پاکستان او ايتھوپيا ترمېنځه د دوستۍ ودې لپاره د سفير د مرستې ستائنې سره ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو د پاکستان وړومبے وزيراعظم ٶ چا چې د ايتھوپيا دوره كړې وه او اوس وخت راغلے چې د بادشاه نجاشي دور څخه د شريك احترام او يووالي قائمې دغه تاريخي اړيكې لا قوي كړې شي۔ په دې موقع وړومبۍ مېرمن ډاکټر جمال بکر عبدالله سباٶن او كاميابو لپاره د نېكو هيلو څرګندونې سره دا هيله ولرله چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه شراکت داري به روانه وي۔ په دې موقع سينيټر شيري رحمان هم موجود وه۔

مزید خبریں