اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي اوركزئي آپرېشن كښې د هند په سرپرستۍ كښې د هلو ځلو كوونكو 19 ترهه ګرو په وژلو د پاك پوځ ځوانانو ته سلام كولو سره وئيلي دي دا د ترهه ګرۍ په ضد د شجاعت نوېے مثال دے۔په خپل بيان كښې د ريلوے وفاقي وزير ووئيل د پاك پوځ بهادر زامنو د هند په سرپرستۍ كښې هلې ځلې …
اوركزئي آپرېشن كښې د 19 ترهه ګرو په وژلو د پاك پوځ ځوانانو ته سلام٬دا د شجاعت نوے مثال دے۔د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي اوركزئي آپرېشن كښې د هند په سرپرستۍ كښې د هلو ځلو كوونكو 19 ترهه ګرو په وژلو د پاك پوځ ځوانانو ته سلام كولو سره وئيلي دي دا د ترهه ګرۍ په ضد د شجاعت نوېے مثال دے۔په خپل بيان كښې د ريلوے وفاقي وزير ووئيل د پاك پوځ بهادر زامنو د هند په سرپرستۍ كښې هلې ځلې كوونكې 19 ترهه ګر وژلې دي٬د آپرېشن په مهال لېفټيننټ كرنل جنيد عارف او ميجر طيب پشمول 11 بهادر ځوانان هم شهيدان شوي ۔د ريلوے وفاقي وزير ووئيل د امن او استحكام لپاره د ځانونو نذرانه وړاندې كوونكو شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كوو٬د پاك پوځ د مېړنو زامنو جرت ته قام سلام كوي ۔دغسې ده د شهيدانو لپاره دعا او غم جنو كورنيو سره د يو والي څرګندونه وكړه۔










