د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي اوركزئي كښې د هند 19 سپانسرډ ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي اوركزئي كښې د امنيتي ځواكونو په كاميابه كاروائيو كښې د هند 19 سپانسرډ ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو جرات او بهادري ستائېلې ده ۔ده په خپل بيان كښې د هېواد دفاع كښې شهيد شوي لېفټيننټ كرنل جنيد٬ميجر طيب او 9 ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل دې ځوانانو د خپلو …

اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي اوركزئي كښې د امنيتي ځواكونو په كاميابه كاروائيو كښې د هند 19 سپانسرډ ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو جرات او بهادري ستائېلې ده ۔ده په خپل بيان كښې د هېواد دفاع كښې شهيد شوي لېفټيننټ كرنل جنيد٬ميجر طيب او 9 ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل دې ځوانانو د خپلو قيمتي ځانونو په نذرانه كولو د ترهه ګرو ناپاك عزائم خاورې كړل ۔د شهيدانو قربانۍ نه هېريدونكې دي٬قام به تل د هغوي مقروض وي۔محسن نقوي د شهيدانو كورنيو سره د د يو والي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئيل قام د هغوي په غم كښې برابر شريك دے۔ده د ترهه ګرۍ په ضد د ځواكونو عزم غېر متزلزل ګرځولو سره ووئېل د شهيدانو د وينې يو يو څاڅكې زمونږ د عزم ګواهي وركوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير كاروائي كښې ژوبل شوو دوو ځوانانو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه او وې وئېل ټول قام د خپلو مېړنو زامنو او د هغوي كورنيو ته سلام كوي ٬ چا چې د هېواد لپاره عظيمې قربانۍ وركړې دي۔

مزید خبریں