د ماحولياتي بدلون په سبب افتونه زياتېږي چې ورسره په لويه تباهي كېږي٬ بايد مونږ د خطرو مخنيوي لپاره په ګډه كار وكړو ۔ سينيټر شيري رحمان

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي نائب صدرې سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د ماحولياتي بدلون په سبب د افتونو تسلسل زياتېږي٬ چې ورسره په لويه كچه تباهي كېږي٬ بايد مونږ د خطرو مخنيوي لپاره په ګډه كار وكړو۔ د شورو په ورځ د 8 اكتوبر كال 2005 زلزلې په شلم تلين خپل پېغام كښې دې ووئيل د دې زلزلې 20 كاله وشول او ځپلي …

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي نائب صدرې سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د ماحولياتي بدلون په سبب د افتونو تسلسل زياتېږي٬ چې ورسره په لويه كچه تباهي كېږي٬ بايد مونږ د خطرو مخنيوي لپاره په ګډه كار وكړو۔ د شورو په ورځ د 8 اكتوبر كال 2005 زلزلې په شلم تلين خپل پېغام كښې دې ووئيل د دې زلزلې 20 كاله وشول او ځپلي نن هم مونږ ته يادېږي٬ په سخت وخت كښې مونږ ثابت كړه چې مونږ يو مضبوط قام يو۔ دې ووئيل د ماحولياتي بدلون په سبب افتونه زياتېږي چې ورسره په لويه كچه تباهي كېږي٬ بايد مونږ د خطرو مخنيوي لپاره په ګډه كار وكړو۔ شيري رحمان ووئيل مضبوط او مزاحمتي انفراسټركچر جوړول زمونږ د حفاظت بنياد دے۔ دې ووئيل د ريليف نظام لا ګړندے او موثره جوړولو ته اړتيا ده٬ محفوظ ودانيو او انفراسټركچر جوړولو ته به خاص پام لرنه كول وي۔ دې ووئيل الله دې وكړي چې زمونږ هېواد عمر له محفوظ او سوكاله وي۔

مزید خبریں