وزيراعظم شهباز شريف په آزاد كشمير كښې د چارو په ښه ډول هواري د اطمينان څرګندونه وكړه

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خبرو اترو د لارې په آزاد كشمير كښې ټولې چارې په ښه ډول هوارېدو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د كشميريانو ټول تحفظات به لرې كولې شي٬ حكومت به د كشمير خپلو وروڼو مسئلې حل كولو لپاره اقدامات دوام داره ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په آزاد كشمير كښې د مذاكرتي عمل د كاميابۍ نه وروستو …

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د خبرو اترو د لارې په آزاد كشمير كښې ټولې چارې په ښه ډول هوارېدو د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د كشميريانو ټول تحفظات به لرې كولې شي٬ حكومت به د كشمير خپلو وروڼو مسئلې حل كولو لپاره اقدامات دوام داره ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په آزاد كشمير كښې د مذاكرتي عمل د كاميابۍ نه وروستو د حكومت خبرې كونكې كميټۍ غړو سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې راجه پروېز اشرف، قمر الزمان كائره، وفاقي وزيران رانا ثناء الله، احسن اقبال، محمد اورنګزيب، سردار محمد يوسف، ډاكټر طارق فضل چوهدري، احد خان چيمه او د پرائم منسټر يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان شامل وو۔ وزيراعظم د مذاكراتي كميټۍ د غړو په كشمير كښې د چارو په ښه ډول هواري له د هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل جوائنټ ايكشن كميټۍ د كشمير پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د معامله فهمۍ څرګندونه كړې كومې لپاره چې دوي د ستائنې حق لري۔ده ووئيل د كشميريانو ټول تحفظات به لرې كولې شي٬ حكومت به د كشمير خپلو وروڼو مسئلې حل كولو لپاره اقدامات دوام داره ساتي٬ اولسي مفاد او امن ته مونږ پام لرنه كوو٬ د آزاد كشمير د اولس خدمت به كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل وړاندې هم د كشمير د وروڼو خوېندو د حقونو محافظ وو او بيا به هم د دوي د حقونو تحفظ كوٶ، د آزاد كشمير مسئلو ته مو تل پام لرنه كړې او زمونږ حكومت په ترجيحي بنيادونو تل مسئلې حل كړې دي۔ ده باور وركړو چې حكومت به د كشميري اولس هيلو له مخې د دوي پرمختګ او خوشحالۍ لپاره اقدامات كوي۔

مزید خبریں