صدر مملكت آصف علي زرداري ضلع اوركزئي كښې په جرات مندانه كارروائۍ سكيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) صدرمملكت آصف علي زرداري د خېبر پښتونخوا په ضلع اوركزئۍ كښې په جرأت مندانه كارروائۍ سكيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هند ملاتړ لرونكې د فتنه خوارج د 19 ترهګرو په خاتمه د اطمينان څرګندونه كړې ده ۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت ووئيل مېړنو ځوانانو د وطن دفاع …

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) صدرمملكت آصف علي زرداري د خېبر پښتونخوا په ضلع اوركزئۍ كښې په جرأت مندانه كارروائۍ سكيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هند ملاتړ لرونكې د فتنه خوارج د 19 ترهګرو په خاتمه د اطمينان څرګندونه كړې ده ۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت ووئيل مېړنو ځوانانو د وطن دفاع لپاره خپل ځانونه قربانولو سره لازواله مثال قائم كړے۔ ده ليفټيننټ كرنل جنېد طارق شهيد، ميجر طيب راحت او نور شهيدان د قام اتلان ګرځولو سره د غمژنو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه وكړه او هغوي لپاره يې د زغم دعا هم وكړه ۔ صدر مملكت ووئيل د شهيدانو قربانۍ د قام د عزم او اتحاد علامت دي۔ ده د پاكستان خاورې څخه د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو خاتمې لپاره د تذكره كولو سره ووئيل ټول قام خپل پاك پوځ سره لكه د بنيان مرصوص ولاړ دے۔

مزید خبریں