د سمندري چارو وفاقي وزير د ميري ټائم كنفرنس كولو اعلان٬د كانفرنس د لارې به نريوال سرمايه كار راغب كولې شي۔محمد جنيد انوار چوهدري

اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د پاكستان ميري ټائم انويسټمنټ كنفرنس 2025 كولو اعلان كړے چې مقصد يې سمندري څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې نړيوالو سرمايه كارو ته ورامخې ته كول دي۔د نړيوالې كچې غونډې مشرۍ كښې جنيد انوار چوهدري ووئېل يراتلونكې فورم كښې به ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو ته په ټولو بندر ځايونو او اړوند ادارو …

اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د پاكستان ميري ټائم انويسټمنټ كنفرنس 2025 كولو اعلان كړے چې مقصد يې سمندري څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې نړيوالو سرمايه كارو ته ورامخې ته كول دي۔د نړيوالې كچې غونډې مشرۍ كښې جنيد انوار چوهدري ووئېل يراتلونكې فورم كښې به ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو ته په ټولو بندر ځايونو او اړوند ادارو كښې د مائيكرو او ميكرو سرمايه كارۍ موقعې وړاندې كولې شي۔ده ووئيل د دې اقدام مقصد د سرمايه كارۍ د لارې د بليو اكانومي او سمندري انفراسټركچر مستحكم كول دي۔د غونډې په ايجنډا كښې د فورم تاريخ٬ځاے او موضوعاتي اړخونو په اړه مهمې پريكړې شاملې وې۔چارواكو اتفاق وكړو چې دا به د خپل نوعيت وړومبے كنفرنس وي كوم چې به پاكستان منطقه كښې د سمندري سرمايه كارۍ او اختراع مركز جوړولو له مرستياله ثابت شي۔په غونډه كښې د بندر ځايونو په انفراسټركچر٬ د كبانو نيوونكو٬سمندري ټرانسپورټ٬جهاز سازۍ او د ساحلي سېلګرۍ پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په امكانات تفصيلي غور وكړے شو دغسې چې د قامي معيشت پراختيا او د تل پاتي پرمختګ اهداف منصوبه بندي وكړې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې ميري ټائم انويسټمنټ فورم او كنفرنس به د هېواد بليو اكانومي وده كښې سنګ ميل ثابت شي

مزید خبریں