د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني اوركزئۍ ضلع كښې د ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني اوركزئۍ ضلع كښې د امنيتي ځواكونو لخوا د 19 هندي ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د شورو په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن ووئيل په دې مړانه كاروائيو كښې شهيد شوي لېفټيننټ كرنل جنيد طارق٬ميجر طيب او 9 ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې …

اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني اوركزئۍ ضلع كښې د امنيتي ځواكونو لخوا د 19 هندي ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د شورو په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن ووئيل په دې مړانه كاروائيو كښې شهيد شوي لېفټيننټ كرنل جنيد طارق٬ميجر طيب او 9 ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كوم٬قام د خپو مېړنو زامنو په قربانو وياړ لري۔ده د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئېل د شهيدانو قربانۍ د قام قيمتي اثاثه ده كومه چې چرته هم هيرولې نه شوو۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د ژوبل شوو ځوانانو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ده ووئيل زموڼږ افسران او ځوانان د خپلو ځانونو پروا نه كولو سره د ترهه ګرو ناپاك عزائم خاورې كړل٬ټول قام د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د خپلو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے

مزید خبریں