پيپلز پارټۍ عمر له د هېواد بهترۍ لپاره كار كړے او جمهوريت لپاره ئې قربانۍ وركړي۔ د پي پي پي د سينيټرز پرېس كنفرنس

اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي سينيټرز وئيلي دي هېواد د سېلاب او قدرتي آفتونو سره مخ دے٬ پيپلز پارټۍ عمر له د هېواد بهترۍ لپاره كار كړے او جمهوريت لپاره ئې قربانۍ وركړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د پاكستان پيپلزپارټۍ پخواني سينيټر شهادت اعوان، سينيټر پلوشه خان،سينيټر وقارمهدي او سينيټر مسرور احسن د پي پي پي سنټرل سيكريټريټ كښې …

اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي سينيټرز وئيلي دي هېواد د سېلاب او قدرتي آفتونو سره مخ دے٬ پيپلز پارټۍ عمر له د هېواد بهترۍ لپاره كار كړے او جمهوريت لپاره ئې قربانۍ وركړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د پاكستان پيپلزپارټۍ پخواني سينيټر شهادت اعوان، سينيټر پلوشه خان،سينيټر وقارمهدي او سينيټر مسرور احسن د پي پي پي سنټرل سيكريټريټ كښې د پرېس كنفرنس په مهال خپلو خبرو كښې كړې٫ سينيټر پلوشه خان ووئيل هېواد د سېلاب او قدرتي آفتونو سره مخ دے، پي پي پي د وفاق علامت ګوند دے او په صوبو كښې مينډيټ لري۔ دې ووئيل د هند بيانيه دړې وړې كونكے بلاول بھټو زرداري دے٬ مونږ نن هم دا ګڼو چې “مودي كا جو يار هے غدار هے” دې ووئېل مونږ د اتحاد برخه ځكه جوړ وو چې جمهوريت قائم وي۔ دې ووئيل پنجاب زمونږ د ټولو دے، مونږ نن هم د ټولو عزت كوٶ٬ مونږ تجويزونه وركړي تنقيد مو نه دې كړے۔ سينيټر وقار مهدي ووئيل پي پي پي د څلورو واړو صوبو زنځير دے ٬ مونږ كله هم د صوبائيت چغه نه ده وهلې، مونږ د پاكستان خبره كړې ده، مونږ تل د تهذيب خبره كړې ده۔ ده ووئيل مونږ د هېواد سلامتي غواړو٬ پاك پوځ سره ولاړ يو۔ سېنېټر وقار مهدي ووئيل مونږ د تېر سېلاب په مهال په سندھ كښې د بې آئي اېس پي د لارې د 28 لكه خلقو مرسته كړې، دا يوازنې پروګرام دے چې ډېټا لري٬ چيئرمين بلاول بھټو زرداري د وزيراعظم سره د زرعي ايمرجنسي خبره كړې۔ سېنېټر مسرور احسن ووئيل پيپلز پارټي د هېواد د بقا او استحكام سياست كوي، جمهوريت سره سم روان يوو ، پيپلز پاړټي د وفاق پارټي ده٬ مونږ د هېواد په خاطر قربانۍ وركړې دي٬ ده ووئېل پيپلز پارټي په څلورو واړو صوبو كښې نمائندګي لري۔ سينيټر شهادت اعوان ووئيل ګرد هېواد خبر دے چې پي پي پي جمهوريت لپاره قربانۍ وركړي ٬ مونږ خو يوازې دا ووئيل چې د بي آئي اېس پي د لارې دې د اولس مرسته وكړې شي

مزید خبریں