د سعودي عرب-پاكستان د مشتركه بزنس كونسل چيئرمېن شهزاده منصور بن محمد السعود د لوړې كچې كاروباري پلاوي سره اسلام آباد ته راورسېد

اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب-پاكستان د مشتركه بزنس كونسل چيئرمېن شهزاده منصور بن محمد السعود د لوړې كچې كاروباري پلاوي سره اسلام آباد ته رارسېدلے دے ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې شهزاده منصور بن محمد السعود او د ھغه پلاوي به د پاكستان قيادت، اعليٰ سركاري چارواكو٬ د چيمبرز آف كامرس نمائندګانو او نورو كاروباري ډلو …

اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب-پاكستان د مشتركه بزنس كونسل چيئرمېن شهزاده منصور بن محمد السعود د لوړې كچې كاروباري پلاوي سره اسلام آباد ته رارسېدلے دے ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې شهزاده منصور بن محمد السعود او د ھغه پلاوي به د پاكستان قيادت، اعليٰ سركاري چارواكو٬ د چيمبرز آف كامرس نمائندګانو او نورو كاروباري ډلو سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به په دوه اړخيزه تجارت، سرمايه كارۍ او كاروباري مرستې ته د ودې وركولو په بېلا بېلو موقعو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دا دوره د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د وورولۍ او د زړو اړيكو سره سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي او د سرمايه كارۍ شراكت دارۍ ته د پراختيا وركولو د عزم څرګندونه ده٬ د خبرو اترو په مهال به تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركولو سره سره د سعودي وژن 2030 او د پاكستان د اقتصادي پرمختيائي اېجنډې له مخې په ترجيحي څانګو كښې د مرستې په امكانات هم غور كولې شي

مزید خبریں