اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ملېزيا د سرمايه كار٬تجارت او صنعت نائب وزير وائي بي ليوچن ټونګ تېره ورځ كوالالمپور كښې د پاكستان ملائېشيا بزنس اينډ انويسټمنټ كنفرنس په موقع ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د تجارت وزير او سرمايه كارۍ٬تجارت او صنعت نائب وزير د پاكستان ملېزيا د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په …
د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د ملېزيا د سرمايه كارۍ٬تجارت او صنعت نائب وزير ملاقات٬دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي مرستې په زياتولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ملېزيا د سرمايه كار٬تجارت او صنعت نائب وزير وائي بي ليوچن ټونګ تېره ورځ كوالالمپور كښې د پاكستان ملائېشيا بزنس اينډ انويسټمنټ كنفرنس په موقع ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د تجارت وزير او سرمايه كارۍ٬تجارت او صنعت نائب وزير د پاكستان ملېزيا د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په ملاقات كښې د بېلو څانګو پشمول انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬مصنوعي ذهانت٬سيمي كنډكټرز٬آټوموټيو٬ ايوي اېش٬ايګرو فوډ او حلال تجارت پشمول نورو څانګو كښې شراكتداري قوي كولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه ووشه ۔دواړو لارښودو د پاكستان او ملېزيا كمپنو ترمينځه د ايګرو فوډ٬ جیلیټن او سي فوډ برآمد كښې د 11 بي ټي بي ايم او يوز لاس ليك هم مشاهده وكړه ۔ده د وزيراعظم شهباز شريف او وزيراعظم انوار ابراهيم ترمينځه شوي د نتيجې وړ او بامعني خبرو هم مثبت عكاسي وكړه او د مرستې زياتولو په شريك وژن يې زور راوړو ۔دواړو لارښودو د مينوفيكچرنګ٬ټېكنالوجۍ او ګرين انرجي پشمول مهمو څانګو ته پام لرنې سره اقتصادي اړيكې لا ښه كولو له د عزم پخلے وكړو ۔ملاقات كښې د ملېزيا پاكستان جامع اقتصادي شراكتدارۍ لوظ نامې(ايم پي سي اي پي اے)نفاذ او تجديد تندولو ته اتفاق وكړے شو ۔ د يادونې وړ ده د تجارت وزير د 5 نه تر 7 اكتوبر د ملېزيا په سركاري دوره د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره تللے دے ۔










