اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا درې ورځنۍ سركاري دورې نه پس شريكه اعلاميه جاري كړې شوې۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د وزيراعظم انور ابراهيم په بلنه وزيراعظم شهباز شريف د 5 نه تر 7 اکتوبر د ماليزيا سركاري دوره وكړه ، په 4م مارچ كال 2024 كښې د وزيراعظم جوړېدو نه وروستو د وزيراعظم دا د …
د وزيراعظم شهباز شريف د درې ورځنۍ سركاري دورې نه پس د پاکستان او ماليزيا شريكه اعلاميه ، ستراتېژك شراكتدارۍ ته په پراختيا وركولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا درې ورځنۍ سركاري دورې نه پس شريكه اعلاميه جاري كړې شوې۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د وزيراعظم انور ابراهيم په بلنه وزيراعظم شهباز شريف د 5 نه تر 7 اکتوبر د ماليزيا سركاري دوره وكړه ، په 4م مارچ كال 2024 كښې د وزيراعظم جوړېدو نه وروستو د وزيراعظم دا د ماليزيا وړومبۍ سركاري دوره وه٬ په كال 1957 كښې د سفارتي اړيكو نه وروستو ماليزيا او پاکستان په شريك احترام او په مشتركه اقدارو اډانه شراكتداري جوړه كړې كومې چې په 22 مارچ كال 2019 كښې په ستراتېژك پارټنرشپ بدله كړې شوې۔ د جاري شريك بيان له مخې د دواړو هېوادونو مشرانو د ماليزيا او پاکستان اړيكو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونې لپاره ملاقاتونه كړي٬ دواړو مشرانو په ښه ماحول كښې مهمې خبرې كړي او د دوستۍ د تل پاتي تړون سره سره لا فعاله او د ريزيلنټ شراکت دارۍ د مشترکه خواهش پخلے يې كړے۔ د شريك بيان له مخئ دوي دوه اړخيزه مرستې ته د ستراتېژك سمت وركولو لپاره په رسمي توګه د لوړې كچې تبادلو په ځاے ساتلو اهميت زور راوړے او په شريكه توګه په مناسب وخت كښې د خارجه وزيرانو په كچه د مشتركه كمېشن غونډې بيا رابللو ته يې اتفاق كړے٬ دواړو مشرانو تجارت او د سرمايه کارۍ پراخه امكانات او د دوه اړخيزه تجارت پشمول سرمايه كاري زياتولو لپاره په روانو هلو ځلو د اطمينان څرګندونه كړې٬ دوي بهتر ماركيټ ته رسنه٬ كاروباري سهولت او د ماليزيا-پاکستان د نزدې اقتصادي شراکت دارۍ تړون د موثره استعمال د لارې متوازن او د تل پاتي اقتصادي اړيكو ته ودې وركولو له د عزم هم پخلے وكړو۔ د جاري بيان له مخئ ماليزيا د پاکستان په فوډ پروسيسنګ او د مينوفيکچرنګ څانګو كښې د زيات شوي طلب له مخې پاکستان ته د پام آېل برآمدات زياتولو د عزم څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو ماحولياتي ذمه واره طرېقې په ځائ ساتلو سره يو مستحكم او تل پاتې سپلائي چين باوري كولو لپاره ته هم اتفاق وكړو او د حلال څيزونو او خدمات د زيات شوي نړيوال طلب له مخې مرسته قوي كولو ته يې سلاح يوه كړه ٬ دواړو هېوادونو د حلال سرټيفيکيشن، حلال فوډ سپلائي او د پروډکټ مينوفيکچرنګ مضبوطولو او د حلال سرټيفيکيشن غوره طريقو لپاره يې د عزم څرګندونه وكړه ۔ د مشتركه بيان له مخې دواړو مشرانو د تل پاتې زرعي طريقو اهميت تسليمولو سره مشترکه تحقيق، اختراعات او د پائيداره زرعي پيداوار طريقو ودې لټولو ته هم اتفاق وكړو۔ دغسې دوي په كال1997 كښې د جوړې شوې دفاعي مرستې د جوائنټ کميټۍ د پليټ فارم دائره کار كښې په مضبوطيا سره او په روانه دفاعي مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ډلو د علم او ټيکنالوجي د منتقلۍ د لارې دوه اړخيزه دفاعي مرسته په خاص توګه دفاعي سائنس، ټيکنالوجي او د صنعت څانګو ته لا پراختيا وركولو ته هم اتفاق وكړو ٬ دواړو مشرانو د تعليم پشمول د فني او وظيفائي تربيې او په اداره جاتي شراکت داري كښې اضافې له د لا مرستې هركلے وكړو٬ دوي رابطو ته ودې وركولو او په اولسي كچې تبادلو ته په وده وركولو كښې د هوا بازي اهميت تسليمولو سره د هوائي سفر خدمات زياتولو او د ماليزيا او پاکستان ترمېنځه د رابطو زياتولو موقعې لټولو ته اتفاق وكړو ٬ د هوائي ټرافيك حقونه زياتولو پلو به پام ګرځولې شي دغسې چې د پرواز لارې پراخه او د هوائي سفر ترقي اسانه كړې شي، دغسې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي، کاروباري او د سېلګرۍ اړيكې قوي شي٬ د بيان له مخې دواړو مشرانو صحت پالنې، داروګان جوړولو او په طبي آلاتو كښې مرسته لټولو له سلا يوه كړه چې مقصد يې د صحت عامه او د دې په څانګو كښې تجارتي تبادلې زياتول دي٬ دواړو مشرانو د سېلګرۍ مرستې ته ودې وركولو له هم اتفاق وكړه او د دواړو اړخونو څخه د سېلګرۍ ودې او كلتوري تبادلې زياتولو ته يوه خله شوو٬ دواړو مشرانو په قامي پرمختګ كښې په ماليزيا كښې د مېشته پاكستانيانو د مثبت مرستې هركلي كولو سره د تکنيکي تربيې او د هنر د ترقۍ پشمول د ليبر په څانګه كښې مرستې قوي كولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ دواړو مشرانو د توان تحفظ او تل پاتې اهميت تسليمولو سره د تجديد وړ توان ، د توان منتقلي او د موسمياتي ريزيلينس د څانګو پشمول علمي اشتراک، تحقيق او د كلين انرژي په منصوبو كښې سرمايه كارۍ كښې د مرستې لټولو ته هم سلاح يوه كړه ۔ دواړو مشرانو د مصنوعي ذهانت او د ډيجيټل بدلون په څانګو كښې د مرستې پشمول سائنس، ټيکنالوجي او په اختراع كښې بهتر مرستې لپاره د خپل ملاتړ پخَلے وكړو۔ دوي د قدرتي افتونو انتظام او په خطر كښې کمي لپاره د سيمه ايزې مرستې په اهميت زور راٶړلو سره د بشري مرستې، هنګامي ردعمل او د آفتونو نه وروستو بحالي او په بيا رغونه كښې د علم تبادلې او غوره طريقې زياتولو لپاره لوظ وكړو۔ په مشترکه بيان كښې زياته كړې شوه چې دغسې دواړو مشرانو سائبر سکيورټي كښې مرستې زياتولو او د نړيوالو منظمو جرمونو٬ ترهګرۍ٬ د ترهګرو مالي معاونت سره سره د سائبر کرائم مخنيوي لپاره د هلو ځلو د عزم څرګندونه هم وكړه۔ دوي د رامخې ته شوې سکيورټي چيلنجز مخنيوي لپاره معلومات او د مهارت د تبادلو جاري ساتلو ته هم اتفاق وكړو۔ دواړو مشرانو په نړيوالو تنظيمونو په خاص توګه ملګرو ملتونو، او آئي سي او د ډي ايټ فريم ورك كښې په كليدي چارو د فعاله مرستې ذكر كولو سره په نړيوالو ادارو كښې د يو بل اقدامات لپاره شريكې مرستې له د خپل عزم پخلے وكړو٬ دواړو مشرانو د اسلامي نړۍ د يووالي قوي كولو لپاره او د اسلام حقيقي اقدار په ځاے ساتلو لپاره د خپل مشتركه عزم پخلے وكړو او دې خبرې ته صلاح شول چې نړيوال چېلنجز د سوله ايزو طريقو څخه په بشپړه توګه د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې حل كول پكار دي۔ دواړو مشرانو د جغرافيائي سياسي چارو په خاص توګه په مېنځني ختيز كښې د جاري تنازعات او په ميانمار كښې په انساني صورتحال كوم چې د روهنګيا مسلم کميونټي متاثره كوي٬ هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو په غزه كښې د جاري نسل کشۍ په سختو ټكو غندنه وكړه او د فلسطين اولس د خپلواكۍ حق او يو خپلواكه، د عمل وړ، متصل او د آزاد فلسطيني رياست جوړولو د كوم بنياد چې د جون كال 1967 نه د وړاندې سرحد تر مخه وي او پايه تخت يې القدس الشريف وي لپاره د خپل غېر متزلزل مرستې پخلے وكړٶ٬ د بيان له مخې دواړو هېوادونو په سمدستي توګه٬ غير مشروط او د مستقل جنګ بندۍ، د غزه د ناکه بندۍ خاتمې، د ټولو وګړو تحفظ او د ځپليو كسانو لپاره په سمدستي توګه د بشري مرستې د تعطل نه غېر د رسولو هم مطالبه وكړه۔ دواړو مشرانو په منطقه كښې امن او استحکام لپاره د رامخې ته شوې چيلنجز سپېځلې او د اوږدې مودې حل په اهميت زور راوړو۔ دواړو مشرانو د فلسطيني رياست سوال حل كولو لپاره د عملي اقدامات په لټون كښې د نړيوالې ورورولۍ د هلو ځلو هم ستائنه وكړه۔ په مشترکه بيان كښې دواړو مشرانو په منطقه كښې امن او سلامتي لپاره په زياتو شوو خطرو هم خبرې وكړې٬ دوي د تحمل او د ذمه واره طرز عمل په اهميت او د رياستونو خپوالۍ او د سيمه ايز سالميت په احترام زور راوړولو سره په دې خبره سلاح يوه كړه چې شخړې د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو پشمول د نړيوال قانون له مخې په سوله ايز ډول حل كول پكار دي۔ دواړو مشرانو يو سوله ايز او مستحكم افغانستان او د اولس لپاره يو تل پاتې سباون لپاره د خپل عزم پخلے وكړو دوي افغان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د استعمال لاره نيولو په خاص توګه د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د عبوري افغان چارواكو سره پرله پسې د رابطو د اهميت پشمول افغان نفوسو لپاره انساني مرسته او صلاحيت جوړول په ځاے ساتلو اهميت هم زور راوړو۔ د مشترکه بيان له مخې دواړو مشرانو د اسلامو فوبيا، زينو فوبيا او په تشدد د لمسولو د ټولو طرېقو غندنه كولو سره د مذهبونو، كلتورونو او د اولس ترمېنځه شريك احترام، روادارۍ او افهام و تفهيم ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړو٬ د مشترکه بيان له مخې دواړو مشرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د قرارداد 76/254 او 78/264 د منظورۍ هركلے وكړو چې پكښې د اسلامو فوبيا مخنيوي او د نړيوالې ورځ د اهميت پخلے وشو او د عمومي سېكتر ډاډګيرنه وكړې شوه چې ھغه د غړو هېوادونو په مشاورت سره يو ايکشن اورينټډ پلان مخ په وړاندې بوځي دغسې چې په موثره ډول د اسلامو فوبيا په اړه مسئلې حل كړې شي۔ دوي د سپېن تعلق لرونكې ميګوئل اينجل موراټينوس کيوبي د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي په توګه د تقررۍ هركلے وكړے شو ۔ وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان لخوا د ماليزيا آسيان چيئرمين شپ لپاره د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو٬ دواړو مشرانو آسيان۔پاکستان سيکټورل ډائيلاګ پارټنرشپ: د عملي مرستې په نفاذ كښې د پيشرفت هركلے هم وكړو۔ د مشتركه بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د وزيراعظم انور ابراهيم او د ماليزيا حكومت لخوا د دوري په مهال د تود هركلي او ښې مېلمستيا ستائنه وكړه او د زړه له كومي يې د دوي مننه وكړه۔










