د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ملېزيا ډيجيټل وائي بي توان وزير ګوبند سنګه ديو سره ملاقات٬ډيجيټل او آئي ټي څانګو كښې د مرستې لا قوي كولو ته اتفاق

كوالالمپور 07 اكتوبر(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ملېزيا ډيجيټل وائي بي توان وزير ګووبند سنګه ديو سره په كوالالمپور كښې د پاكستان ملائېشيا بزنس اينډ انويسټمنټ كنفرنس په موقع ملاقات كړے۔د نهې په ورځ جاري پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې د تجارت وزير او د ملائېشيا ډيجيټل وزير د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د تجارت٬سرمايه كارۍ او تكنيكي مرستې ته ودې وركولو كښې …

كوالالمپور 07 اكتوبر(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ملېزيا ډيجيټل وائي بي توان وزير ګووبند سنګه ديو سره په كوالالمپور كښې د پاكستان ملائېشيا بزنس اينډ انويسټمنټ كنفرنس په موقع ملاقات كړے۔د نهې په ورځ جاري پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې د تجارت وزير او د ملائېشيا ډيجيټل وزير د پاكستان او ملائېشيا ترمينځه د تجارت٬سرمايه كارۍ او تكنيكي مرستې ته ودې وركولو كښې د ډيجيټل بدلون په زيات شوې اهميت زور راوړو۔دواړو وزيرانو اي كامرس پليټ فارم پراخه كولو٬ د پولې پورې د ډيجيټل خذمات آسانيو وركولو٬ د سائبر سكيورټي مرستې لا قوي كولو او د مصنوعي ذهانت او جي فائيو انفراسټركچر پشان رامخې ته شوې ټېكنالوجۍ كښې شريكو پروژو ته په وده وركولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دواړو وزيرانو د وزيراعظم محمد شهباز شريف او وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم ترمينځه كامياب او د نتيجې وړ په ملاقات د اطمينان څرګندونه وكړه۔دواړو وزيرانو په شريكه توګه د ټيك كنيكټ كنفرنس پرانسته هم وكړه او د ملېزيا او پاكستان نامتو او رامخې ته كېدونكو كمپنيو نمائندګۍ كوونكو كليدي خطابات هم وكړل ۔په دې دستوره كښې ايم ډي اي سي٬سائبر ويو٬ملائېشيا سيمي كنډكټر انډسټري اېسوسي اېشن٬پي آئي كے او د ايم پشان تنظيمونو سره سره د اے ډپليو ايس او اوريكل نمائندګانو هم ګډون وكړو

مزید خبریں