د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د سعودي شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشيخ ملاقات٬ په دوه اړخيزه اړيكو٬پارليماني مرسته ٬د منطقې په صورتحال او په اسلامي اتحاد د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 07 اكتوبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د سعودي شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشيخ ملاقات كړے دے چی پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬پارليماني مرسته ٬د منطقې په صورتحال او د اسلامي نړۍ په اتحاد د خيالاتو څرګندونه شوې۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د ملاقات پ مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د پاكستان او …

اسلام آباد 07 اكتوبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د سعودي شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشيخ ملاقات كړے دے چی پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬پارليماني مرسته ٬د منطقې په صورتحال او د اسلامي نړۍ په اتحاد د خيالاتو څرګندونه شوې۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د ملاقات پ مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د پاكستان او سعودي عرب اړيكې په عقيده ٬ ورورولۍ او باور اډانه دي٬سعودي عرب تل د پاكستان مخلص دوست دے٬پارليماني مرسته به د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته رانزدې كولو كښې كليدي كردار ادا كوي۔د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه سټريټجك دفاعي مرسته د دوستۍ٬باور او سيمه ايز امن څرګندونه ده۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د سعودي فرمانروا شاه سلمان٬ولي عهد محمد بن سلمان٬د مجلس شوریٰ سپيكر ډاكټر عبدالله آل الشيخ او سعودي اولس لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔ هغه ووئېل د پاكستان-سعودي اړيكې به شريكو مذهبي٬اخلاقي او سماجي اقدارو اډانه دې۔هغه د سعودي مشرتابه”خادمين حرمين شريفين” كردار ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔هغه ووئيل سعودي عرب د اسلامي نړۍ عظيم كلتور او د اخلاقي وراثت تحفظ كښې ځانګړی كردار ادا كوي۔پاكستان-سعودي سټريټجك ميوچل ډيفنس ايګريمنټ لاس ليك تاريخي سنګ ميل دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د سعودي شاه سلمان٬ولي عهد محمد بن سلمان او د مجلس شوریٰ سپيكر ډاكټر عبدالله آل الشيخ ته په لوظ نامه مباركي وركړه او وې وئېل سعودي مشرتابه تل د اسلامي نړۍ اتحاد او نړيوال امن لپاره موثر كردار ادا كړے ۔خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان وژن د اسلامي نړۍ د خېرښېګړی او پرمختګ علامت دے۔هغه ووئيل د شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله محمد بن ابراهيم الشيخ ته د پاك-سعودي اړيكو ودې لپاره به د هغه د هڅو په اعتراف كښې د پاكستان تر ټولو لويې سول ايوارډ سبا وركولې شي۔د سعودي شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشيخ په تود هركلي او په مېلمستيا د سپيكر مننه وكړه او وې وئېل د پاكستان دوره په كولو خوشحالي محسوسوم٬پاكستان او سعودي عرب په هره څانګه كښې ملګري دي٬پاكستان سره اړيكې د وخت سره به نورې هم ښه كيږي٬ هغه ووئېل دفاعي لوظ نامې دواړه هېوادونه نور هم يو بل ته رانزدې كړې دي۔هغه ووئيل دفاعي لوظ نامه د كوم هم هېواد په ضد نه ده٬پاكستان پارليمان او د سعودي شوریٰ ترمينځه اړيكو كښې د پراختيا ضرورت دے٬پاكستان د اسلامي نړۍ مهم هيواد دے ٬ هغه ووئېل سعودي عرب پاكستان سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬سعودي عرب خارجه پالېسۍ كښې پاكستان ته كليدي كردار اهميت ترلاسه دے٬اسلامي نړۍ ته ورمخې ته شوو مسئلو حل لپاره اسلامي هېوادونو كښې اتحاد او يو والې ضرورې دے۔په ملاقات كښې د سعوي سفير نواف بن سعيد المالكي هم موجود ؤ ۔دغسې په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ ډپټی سپیکر سید غلام مصطفی شاہ ، د مذهبي چارو وفاقی وزیر سردار محمد یوسف، د قامي اسمبلۍ غړي سید حفیظ الدین، زیب جعفر، ملک عامر ډوګر، سحر کامران، مجاهد علي او نور عالم خان هم موجود وو

مزید خبریں