ملګري ملتونه 07 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير كشالې د سپېځلي حل په ضرورت زور راوړولو سره وئيلي دي د لسيزو پخوانۍ شخړې د هواري نه غېر په سوئيلي اسياء كښې تل پاتې امن ممكن نه دے۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د عمومي اسمبلۍ …
د كشمير مسئلې حل نه غېر په سوئيلي اسياء كښې د تل پاتي امن ممكن نه دے۔عاصم افتخار احمد

مزید خبریں
ملګري ملتونه 07 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير كشالې د سپېځلي حل په ضرورت زور راوړولو سره وئيلي دي د لسيزو پخوانۍ شخړې د هواري نه غېر په سوئيلي اسياء كښې تل پاتې امن ممكن نه دے۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د عمومي اسمبلۍ د خاص كمېټۍ په عامه مباحثه كښې د وېنا په مهال كړې۔ ده ووئيل پاكستان هند سره سوله ايزې او تعميري اړيكې غواري خو د امن٬ بې انصافۍ٬ جبر او د حقونو څخه د سرغړونې په بنياد نشي۔ ده ووئيل هند دې په كشمير كښې بشري خلاف ورزۍ بندې كړي او د پنځم اګست كال 2019 نه وروستو پورته كړي يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات دې په سمدستي توګه بېرته واخلي۔ ده واضحه كړه چې د نوآبادياتي نظام خاتمې په اړه تاريخي اعلاميه په دې اصول قائم ده چې ټولو قامونو ته د آزادۍ، خپلواكۍ او د حق خود اراديت ناقابلِ تنسيخ حق ترلاسه دے خو د افسوس خبره ده چې د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې اولس نن هم بنيادي حقونو څخه محروم دے۔










