اسلام آباد 07 اكتوبر(اے پي پي)د پاكستان ټېكنالوجي او صلاحيت سازۍ پرمختګ كښې مهم پېشرفت رامخې ته شوے دے٬د سعودي آئي ټي كمپنۍ لخوا د ګو اے آئي هب پاكستان كښې رسمي پرانسته به په اكتوبر 2025 كښې كيږي۔تفصيلات له مخې پاكستان كښې مصنوعي زېركتيا او د ډيجيټل پرمختګ نوو موقعو لپاره د ايس آئي ايف سي مرسته روانه ده۔د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه …
د پاكستان ټېكنالوجۍ او د صلاحيت سازۍ په پرمختګ كښې مهم پېشرفت

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اكتوبر(اے پي پي)د پاكستان ټېكنالوجي او صلاحيت سازۍ پرمختګ كښې مهم پېشرفت رامخې ته شوے دے٬د سعودي آئي ټي كمپنۍ لخوا د ګو اے آئي هب پاكستان كښې رسمي پرانسته به په اكتوبر 2025 كښې كيږي۔تفصيلات له مخې پاكستان كښې مصنوعي زېركتيا او د ډيجيټل پرمختګ نوو موقعو لپاره د ايس آئي ايف سي مرسته روانه ده۔د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه او د سعودي كمپنۍ”جي او ټيلي كميو نيكيشن”عهديدارو ترمينځه مهم ملاقات شوے چې پكښې د جي او ټيلي كميونيكيشن ګروپ پاكستان كښې د “ګو اے آئي هب” جوړولو اعلان كړے ۔ د ګو اے آئي هب پاكستان كښې پرانسته به اكتوبر 2025 كښې كيږي۔ د هب مقصد د علم منتقلي٬صلاحيت سازۍ او د مسئلو ډيجيټل حل باوري كول دي۔دواړو هېوادونو د ډيټا سينټرز٬ډيجيټل انفراسټركچر او تكنيكي تربيت په اړه هم د مرستې كولو اظهار وكړو۔ ۔










