بار باډوس 07 اكتوبر(اے پي پي(د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په 68م دولت مشتركه پارليماني كنفرنس كښې ګډون لپاره بار باډوس ته رسېدلے دے ۔د نهې په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې سيد يوسف رضا ګېلاني برتانيه كښې د لږ قيام نه پس د دولت مشتركه پارليماني كنفرنس(سي پي سي68)كښې ګډون لپاره بار باډوس ته رسېدلے ۔كنفرنس كښې د دولت مشتركه غړو هېوادونو …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په 68م دولت مشتركه پارليماني كنفرنس كښې ګډون لپاره بار باډوس ته ورسېد

مزید خبریں
بار باډوس 07 اكتوبر(اے پي پي(د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په 68م دولت مشتركه پارليماني كنفرنس كښې ګډون لپاره بار باډوس ته رسېدلے دے ۔د نهې په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې سيد يوسف رضا ګېلاني برتانيه كښې د لږ قيام نه پس د دولت مشتركه پارليماني كنفرنس(سي پي سي68)كښې ګډون لپاره بار باډوس ته رسېدلے ۔كنفرنس كښې د دولت مشتركه غړو هېوادونو پارليماني مشران٬پارليماني غړي او نمائندګان په لويه شمېره ګډون كوي ۔دا كنفرنس د جمهوري اقدارو ٬ د قانون حكمرانۍ٬ د سپيځلتيا واكمنۍ٬پارليماني مرستې او اولسي روابط ته ودې وركولو په اړه د مهم نړيوال فورم حېثيت لري۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني به د كنفرنس په مهال بېلو هېوادونو پارليماني لارښودو سره مهم ملاقاتونه هم كوي چې پكښې به په پارليماني كچه شراكتدارۍ٬ د اولسي روابطو په وده ٬په منطقه كښې امن او استحكام٬تجارتي مرستې او د ماحولياتي چېلنجونو پشان موضوعات د خيالاتو څرګندونه كوي۔سيد يوسف رضا ګېلاني به د كنفرنس يو مهم سيشن مشري هم كوي۔هغه به په دې مهال د موسمي تغيرات اثرات٬پاكستان كښې اوسنو بارانونو او سېلاب څخه په پېدا شوي بشري او ماحولياتي صورتحال او د قدرتي آفت مخ نيوي لپاره په نړيواله كچه د شريك اقدامات په ضرورت هم رڼا اچوي ۔ده هيله څرګند كړه چې دولت مشتركه پارليماني اېسوسي اېشن(سي پي اے)له مخې كېدونكې دا كنفرنس به د نړيوالو هېوادونو ترمينځه د جمهوري ادارو استحكام٬ د قانون سرلوړۍ او اولسي خېرښېګړی لپاره پارليماني مرسته لا قوي كولو كښې مهم كردار ادا كوي۔










