وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د هېواد تعمير او پرمختګ كښې په غېر معمولي قيادت او د خذمات په اعتراف د ملائېشيا يونيورسټۍ د ډاكټريټ اعزازي ډګري وركړه

كوالالمپور 07 اكتوبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د هېواد تعمير او پرمختګ كښې په هغه غېر معمولي قيادت او د خذمات په اعتراف انټر نېشنل اسلامك پوهنتون آف ملائېشيا(آئي آئي يو ايم)"ليډر شپ او ګورننس"كښې د پي ايچ ډي(ډاكټريټ) اعزازي ډګري وركړې ده ۔په دې لړ كښې د نهې په ورځ آئي آئي يو ايم كوالالمپور كيمپس كښې د اسلامي فكر و تهذيب په نړيوال انسټي ټيوټ كښې …

كوالالمپور 07 اكتوبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د هېواد تعمير او پرمختګ كښې په هغه غېر معمولي قيادت او د خذمات په اعتراف انټر نېشنل اسلامك پوهنتون آف ملائېشيا(آئي آئي يو ايم)”ليډر شپ او ګورننس”كښې د پي ايچ ډي(ډاكټريټ) اعزازي ډګري وركړې ده ۔په دې لړ كښې د نهې په ورځ آئي آئي يو ايم كوالالمپور كيمپس كښې د اسلامي فكر و تهذيب په نړيوال انسټي ټيوټ كښې خاص كانووكېشن وشو چې پكښې د ملائېشيا رياست پهانګ ملكه او د انټر نېشنل اسلامك يونيورسټي آف ملائېشيا آئيني مشر تنكو عزيزه امينه ميمونه سكندريه وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د ډاكټريټ اعزازي ډګري وركړه۔په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيتر محمد اسحاق ډار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د نېشنل فوډ سكيورټي او ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي٬د ملائېشيا د مواصلات وزير فهمي فاضل٬ د ملائېشيا د اعلٰی تعليم وزير ډاكټر زيمبري عبدالقادر د ملائېشيا نړيوال اسلامي پوهنتون صدر تان سري عبدالرشيد حسين او ريكټر پروفيسر عثمان باقر او د پاكستان هائي كمشنر سيد احسن رضا شاه هم موجود وو۔

مزید خبریں