اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې ريلوے هيډكوارټرز كښې يوه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د ټرينونو په پرله پسې تاخير د سختې خوا بدۍ څرګندونه وشوه ۔غونډې ته ووئېل شول تېره ورځ ګڼ ټرينونونه د تاخير ښكار شوي چې سبب يې د پاور پلانټس تاخير سره رسېدل او تكنيكي خرابۍ ګرځولې شوي۔د ريلوے وفاقي وزير ټولو ډويژنونو او هيډكوارټرز …
د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي د ټرينونو په پرله پسې تاخير خوا بدي ښكاره كړه ٬ټولو ډويژنونو او هيډكوارټرز ته د ټرينونو د كار وخت په لسو ورځو كښې معمول ته د راوستلو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې ريلوے هيډكوارټرز كښې يوه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د ټرينونو په پرله پسې تاخير د سختې خوا بدۍ څرګندونه وشوه ۔غونډې ته ووئېل شول تېره ورځ ګڼ ټرينونونه د تاخير ښكار شوي چې سبب يې د پاور پلانټس تاخير سره رسېدل او تكنيكي خرابۍ ګرځولې شوي۔د ريلوے وفاقي وزير ټولو ډويژنونو او هيډكوارټرز ته د ټرينونو د كار وخت په لسو ورځو كښې معمول ته راوستلو له په سختۍ سره هدايت وكړو۔محمد حنيف عباسي ووئېل د ريلوے په نظام كښې جديدت٬ډيجيټل بدلون او د پنکچوئیلټي سره د وخت باوري كولو ته مونږ وړومبې پام لرنه كوو ۔ده واضحه كړه چې تر څو مسافر په وخت تر خپل منزل ونه رسي٬ريلوے به په بشپړه توګه بحاله نشي بللې كېدې۔وفاقي وزير ووئيل مسافرو ته پاك سټيشنز٬د آرام سفر او ښه آسانۍ وركول ضروري دي۔ده ووئيل د ريلوے اپ ګريډېشن او ډيجيټل بدلون سره سره په وخت روانګي باوري كول زمونږ بنيادي هدف دے










