اسلام آباد06 اکتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي كه هند د هر ډول اېډوېنچر هڅه وكړه نو د تېر ځل نه زيات به ذلت سره مخ شي٬ پاكستان هند ته په ماتې وركولو د هغوي جوړه كړې هوائي قلعه ړنګه كړې٬ هغوي ځان اوچت ګڼي٬ اوس چا سره د سترګو لګولو جوګه پاتې نه دي۔ د ګل په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره …
كه هند د هر ډول اېډوېنچر هڅه وكړه نو دا ځل به لا زيات ذلت سره مخ شي۔ خواجه آصف

مزید خبریں
اسلام آباد06 اکتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي كه هند د هر ډول اېډوېنچر هڅه وكړه نو د تېر ځل نه زيات به ذلت سره مخ شي٬ پاكستان هند ته په ماتې وركولو د هغوي جوړه كړې هوائي قلعه ړنګه كړې٬ هغوي ځان اوچت ګڼي٬ اوس چا سره د سترګو لګولو جوګه پاتې نه دي۔ د ګل په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې خواجه آصف ووئيل زمونږ ځواكونو چې په كومه مړانه د هېواد دفاع وكړه ھغه د تاريخ ځالانده باب دے۔ده ووئيل هند خپل ځان په څلورو پنځو هېوادونو كښې تصور كولو اوس يې ھغه پوزيشن ختم شوے دے٬ په نړۍ كښې د خپل عزت بحالولو هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په هند كښې ټاكنې راروانې دي ٬ دې سره د هغوي مجبورۍ زياتېږي۔ ده ووئيل كه هند سره خپل عزت لپاره څه پاتې وي نو ھغه به هم د لاسه وركړي۔ ده ووئيل مودي او د ھغه ملګرو سره هېڅ پاتې نه دي٬ هغوي پخپل پارلمان كښې خندني شوي دي۔










