جنيوا 06 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي پاکستان ګرده نړۍ كښې د جبراً كډې كولو او د كډوالو انتظامات په اړه د خپل مينډيټ له مخې د يو اېن اېچ سي آر د ستائنې وړ خدمات ستائنه كوي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ په جنيوا كښې د يو اېن اېچ سي آر د ايګزيکټو کميټۍ …
كډه كول جدي مسئله ده٬ نړيواله ورورولي دې د ګډوالو ستنېدو لپاره د يو اېن اېچ سي ار په هلو ځلو كښې مرسته وكړي۔ د وفاقي وزير انجينئر امير مقام د يو اېن اېچ سي آر د ايګزيکټو کميټۍ 76مې غونډې ته وېنا

مزید خبریں
جنيوا 06 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي پاکستان ګرده نړۍ كښې د جبراً كډې كولو او د كډوالو انتظامات په اړه د خپل مينډيټ له مخې د يو اېن اېچ سي آر د ستائنې وړ خدمات ستائنه كوي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ په جنيوا كښې د يو اېن اېچ سي آر د ايګزيکټو کميټۍ 76مې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل پاكستان په دې غونډه كښې په ګډون خوشحاله دے٬ مونږ د هائي کمشنر فيليپو ګرانډي شاندار خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل ګردې نړۍ لپاره كډه كول جدي مسئله ګرځېدلې٬ دا مهال ګرده نړۍ كښې د 13 كروړه نه زيات خلق په جبري توګه بې كوره دي، د هغوي د كډې كولو په وجوهات كښې شخړې، ظلم او جبر، تشدد او ماحولياتي آفتونه شامل دي٬ دا واضح خبره ده چې په دې كښې زياتره انساني پېدا كړي بحرانونه دي۔ ده ووئيل بلخوا په جبري توګه د بې كوره شوو كسانو ضرورتونه ترسره كولو لپاره وسائل په تندۍ سره كمېږي۔ د وېنا په پائې كښې وفاقي وزير په دې بنيادي نكات زور راوړو چې پكښې د كډوالو هېوادونو استحکام او انضمام لپاره په سمدستي توګه سرمايه كاري٬ د كوربه كنيونټيز بار كمولو لپاره په وخت اود پېشګوئۍ جوګه نړيوال معاونت٬ د كډوالو په درېم هېواد كښې زر تر زره آبادكاري شامله ده۔ ده ووئيل د غزه اولس سخت بربريت سره مخ دے٬ بايد نړيواله ورورولي د دغې نوټس واخلي۔










