اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ نائب صدر او سينيټر شيري رحمان وئيلي دي په هېواد كښې د ډېر مودې راهسې د خبرو جنګ روان دے٬ بلخوا سېلاب ځپلي اوس هم مرستې ته سترګې په لاره دي، 6.5 ملين زيات كسان سېلاب ځپلې دي٬ په خاص توګه د پنجاب اولس ستونزو سره مخ دے خو دوي لپاره د جامع تګلارې فقدان دے۔ شيري رحمان د …
د سيلاب ځپليو بحالۍ لپاره واضح پاليسي ضروري ده۔ سينيټر شيري رحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ نائب صدر او سينيټر شيري رحمان وئيلي دي په هېواد كښې د ډېر مودې راهسې د خبرو جنګ روان دے٬ بلخوا سېلاب ځپلي اوس هم مرستې ته سترګې په لاره دي، 6.5 ملين زيات كسان سېلاب ځپلې دي٬ په خاص توګه د پنجاب اولس ستونزو سره مخ دے خو دوي لپاره د جامع تګلارې فقدان دے۔ شيري رحمان د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل پيپلز پارټي د كال 2022 د سېلاب نه وروستو د صورتحال د مخنيوي تجربه لري٬ دې لپاره په موجوده بحران كښې هم مونږ ته د منظم او د عملي غبرګون اختيارولو ضرورت دے٬ دسېنېټر شېرې رحمان ووئيل انټرنيشنل ايډ ته خېر نه وئيلي كېږي دا د پاكستان حق دے٬ كوم هېواد چې په قرضو كښې ډوب دې هلته د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره واضح پاليسي ضروري ده۔ دې ووئيل بلاول بھټو زرداري د پنجاب دوره كړې او د پنجاب وزيراعليٰ د كاركردګۍ يې ستائنه كړې او مرسته يې هم تقسيم كړې٬ مونږ په دې لړ كښې ترخه خبره نه ده كړې او نه مونږ دا معامله د سياست ښكار كړې۔ دې ووئيل په سندھ كښې د “هاري کارډ” د لارې ځپليو ته ريليف وركړے كېږي كوم چې په نورو سېلاب ځپليو سيمو كښې هم معارفي كول پكار دے۔ شيري رحمان ووئيل مونږ آئي اېم اېف څخه کلائميټ فنډنګ غواړو٬ كوم چې د پاكستان حق دے خېرات نه دے٬ كه د پنجاب اولس لپاره د ريليف په غوښتلو څوك اعتراض لري نو دا د خېرانتيا خبره ده٬ پنجاب د چا جاګير نه دے۔ دې د علي حېدر ګېلاني د امنيت په معامله هم د تشويش څرګندونه وكړه٬ مونږ ټولو ته معلومه ده چې ھغه وړاندې هم تښتولے شوے ؤ، د دغې باوجود د پنجاب حکومت د هغوي نه امنيت بېرته واغست كومه چې غېر ذمه واره پرېكړه ده٬ شيري رحمان ووئيل پيپلز پارټي په سينيټ كښې لوي ګوند دے٬ دا دې معمولي ونه ګڼلې شي










