د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه د تعليم، سېلګرۍ، د بدعنوانۍ مخنيوي پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په 6 ياددښتونو لاسليك٬ د دواړو هېوادونو وزيراعظمانو په دستوره كښې ګدون

پتراجايا 06 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او ماليزيا د تعليم، حلال سرټيفکيشن، سېلګرۍ او د بدعنوانۍ مخنيوي پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په 6 ياددښتونو لاسليك كړے دے ۔ د ګل په ورځ په دې لر كښې دستوره د ماليزيا وزيراعظم په دفتر "پردانا پُترا کمپليکس" كښې وشوه ٬ وزيراعظم شهباز شريف او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم د …

پتراجايا 06 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او ماليزيا د تعليم، حلال سرټيفکيشن، سېلګرۍ او د بدعنوانۍ مخنيوي پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو لپاره د مفاهمت په 6 ياددښتونو لاسليك كړے دے ۔ د ګل په ورځ په دې لر كښې دستوره د ماليزيا وزيراعظم په دفتر “پردانا پُترا کمپليکس” كښې وشوه ٬ وزيراعظم شهباز شريف او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم د پلاوي په كچ د خبرو اترو نه وروستو په دستوره كښې ګډون وكړو ، پاکستان او ماليزيا د سفارت کارو تربيې په څانګه كښې مرستې لپاره د انسټي ټيوټ آف ډپلوميسي اينډ فارن ريليشنز او د پاکستان فارن سروس اکيډمي ترمېنځه په مفاهمتي يادداښت لاسليك وشو٬ په دې موقع د دستاويزات تبادله د پاکستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د ماليزيا د خارجه وزير حاجي محمد بن حاجي حسن وكړه٬ دغسې د دواړٶ هېوادونو د حكومتونو ترمېنځه د اعليٰ تعليم په څانګه كښې مرستې لپاره په مفاهمتي يادداښت لاسليك وشو٬ د نيشنل فوډ سکيورټي او ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او د ماليزيا د اعلٰې تعليم وزير ډاکټر زامبري عبدالقادر د دستاويزات تبادله وكړه، د سېلګرۍ ودې لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سېلګرۍ په څانګه كښې د مرستې په اړه په مفاهمتي يادداښت هم لاسليك وشو٬ د ماليزيا د سېلګرۍ وزير تيونګ کنګ سنګ او د پاکستان وفاقي وزير عطا” تارړ ترمېنځه د دستاويزات تبادله وشوه۔ د حلال سرټيفکيشن په څانګه كښې د مرستي په اړه په مفاهمتي يادداښت لاسليك وشو او د دستاويزات تبادله د ماليزيا د مذهبي چارو وزيرډاکټر حاجي محمد نعيم بن حاجي مختار او د پاکستان د تجارت وزير جام کمال خان ترمېنځه وشوه٬ دغسې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د بدعنواني مخنيوي په اړه هم په مفاهمتي يادداښت لاسليك وشو٬ په دې موقع د دستاويزات تبادله د ماليزيا د اينټي کرپشن کميشن مشر اعظم بن باقي او د ېنب دوهم چيئرمېن سهيل ناصر ترمېنځه وشوه٬ د مفاهمت شپږم ياددښت د وركوټي او مېنځنۍ درجې د كاروبار ودې په اړه وشو چې له مخې به يې د پاکستان سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز ډويلپمنټ اتھارټي (سميډا) او د ماليزيا سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز کارپوريشن ترمېنځه مرسته زياتولې شي٬ په دې موقع د دستاويزات تبادله د اېس ايم اي کارپوريشن ماليزيا سي اي او رضال بن داتو نائن او د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي ترمېنځه وشوه

مزید خبریں