اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستاني معيشت په اړه د بلومبرګ د اوسني مثبت رپورټ هركلي كولو سره وئيلي دي دا رپورټ د پاکستان په معيشت د نړيوالو سرمايه کارو په باور كښې د پرله پسې زياتوالي څرګندونه ده، د پرمختګ دا سفر به اوس روان وي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل …
وزيراعظم شهباز شريف د پاکستاني معيشت په اړه د بلومبرګ د راپور هركلے وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستاني معيشت په اړه د بلومبرګ د اوسني مثبت رپورټ هركلي كولو سره وئيلي دي دا رپورټ د پاکستان په معيشت د نړيوالو سرمايه کارو په باور كښې د پرله پسې زياتوالي څرګندونه ده، د پرمختګ دا سفر به اوس روان وي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په رپورټ كښې وئيلي شوي چې د پاکستان کريډټ ډيفالټ سوئپ (Credit Default Swap – CDS) كښې د مضمر ډيفالټ په امکانات كښې د 2200 بيسس پوائنټس خاطر خواه کمے راغلے دے٬ د پاکستان د سي ډي اېس په بيعه كښې کمے د پاکستان په معيشت د نړيوالو سرمايه کارو په باور كښې د مستقل زياتوالي راتللو څرګندونه ده۔ وزيراعظم ووئيل د نړيوالې درجه بندۍ له مخئ په رامخې ته كېدونكو معيشتونو كښې دا مهال د ترکيه نه پس پاکستان په دوېم نمبر دے كومه چې معيشت لپاره ډېره ښه خبره ده۔ ده ووئيل د تېر حكومت په پائې كښې هېواد ديواليه كېدونكے ٶ٬ د بلومبرګ رپورټ زمونږ لپاره يو مهم سنګ ميل دے او زمونږ د پرمختګ د مزل كولو څرګندونه ده٬ د پاكستان د سټرو او د نړيوالې كاروباري ورورولۍ په مرسته د پاكستان د پرمختګ لوظ پورا كېدونكے ښكاري٬ اوس به د پرمختګ سفر هېچرې نه اودرېږي۔










