د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د شيخ زايد هسپتال دوره٬ د طبي آسانيو او د روانو پرمختيائي پروژو جاج يې واغست

لاهور 06 اکتوبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال او وفاقي سېكرټري حامد يعقوب شيخ د ګل په ورځ د شيخ زايد روغتون لاهور دوره وكړه چرته چې هغه د روغتون طبي آسانيو٬د رنځورانو د پالنې معيار او د روانو پرمختيائي پروژو تفصيلي جاج واغست۔په دې موقع د شيخ زايد ميډيكل كمپليكس ايګزيكټو ډائرېكټر او چيئرمېن ډاكټر اكبر حسين د روغتيا وفاقي وزير او روغتيا وفاقي …

لاهور 06 اکتوبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال او وفاقي سېكرټري حامد يعقوب شيخ د ګل په ورځ د شيخ زايد روغتون لاهور دوره وكړه چرته چې هغه د روغتون طبي آسانيو٬د رنځورانو د پالنې معيار او د روانو پرمختيائي پروژو تفصيلي جاج واغست۔په دې موقع د شيخ زايد ميډيكل كمپليكس ايګزيكټو ډائرېكټر او چيئرمېن ډاكټر اكبر حسين د روغتيا وفاقي وزير او روغتيا وفاقي سېكرټري هركلے وكړو۔د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د روغتون بيلو څانګو٬ايمرجنسي٬آئي سي يو او وارډز دوره وكړه چرته چې هغه رنځورانو٬ډاكټرانو او نرسنګ عملې سره ملاقات وكړو او د وركړے كېدونكو آسانيو په اړه يې معلومات ترلاسه كړل۔د دې نه علاوه د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د پيراميډيكل اسټاف د مختلف كيډرز استازو سره هم ملاقات وكړو او د ملازمينو په مسئلو يې په ذاتي توګه خبرې وكړې۔هغه ووئيل د عملې مسئلو حل كولو څخه به د روغتون كاركردګۍ او د رنځورانو د پالنې معيار كښې لا هم ښه والے راشي۔د دورې په مهال مصطفٰی كمال ووئيل حكومت الوس ته ښې او د معياري صحت آسانيو وركولو عزم لري۔وفاقي وزير د روغتون انتظاميې او د عملې كاركردګي وستائېله او وې وئېل چ حكومت د روغتيا څانګې ښه والي لپاره به هر ممكن مرسته كوي۔

مزید خبریں