د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د لوظنامو او اېم او يوز لاسليك٬ د دواړو هېوادونو مشرانو پرېس كنفرنس٬ وزيراعظم شهباز شريف پاکستان څخه د 20 کروړه ډالره د غوښې درامد كولو د پرېكړې هركلے

پتراجايا 06 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم د پاكستان نه د 20 كروړه ډالرو د حلالې غوښې درامد كولو د پرېكړې هركلي كولو سره ووئيل انفارميشن ټيكنالوجي، مصنوعي زېركتيا او د اقتصادي ترقۍ په نورو څانګو كښې د ماليزيا د پراخه تجربو څخه استفاده كول او د مشتركه منصوبو په پېل كولو كښې خوښي لرو، د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه د لوړو زده كړو، سېلګرۍ، …

پتراجايا 06 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم د پاكستان نه د 20 كروړه ډالرو د حلالې غوښې درامد كولو د پرېكړې هركلي كولو سره ووئيل انفارميشن ټيكنالوجي، مصنوعي زېركتيا او د اقتصادي ترقۍ په نورو څانګو كښې د ماليزيا د پراخه تجربو څخه استفاده كول او د مشتركه منصوبو په پېل كولو كښې خوښي لرو، د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه د لوړو زده كړو، سېلګرۍ، حلال سرټيفيكيشن، د بدعنواني مخنيوي او د كوچنۍ او مېځنۍ درجې كاروبارو د پرمختګ په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره د لوظنامو او د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك وشو او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم په نيمه اوچه كښې پاك او هند كښې امن منطقې لپاره د اهميت وړ ګرځولو سره ووئيل د ترهګرۍ مخحيوي لپاره به مشتركه هڅې كولې شي٬ د فلسطين او غزه په معامله د پاكستان د موقف ستائنه كوو، د ګډې موقف به تل پاتې امن لپاره مرستياله وګرځي۔ د ګل په ورځ د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په لوظنامو او د مفاهمت په ياددښتونو د لاسليك نه وروستو د ماليزيا خپل همڅنګ انور ابراهيم سره د ګډې پرېس كفنرنس ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ماليزيا خپل دوېم كور ګرځولو سره ووئيل د پاكستان اولس او د خپل پلاوي لخوا په تود هركلي د ورور هېواد ماليزيا د وزيراعظم مننه كوٶ۔ ده ووئيل دا زما د ماليزيا دوېمه دوره ده خو داسې محسوسېږي چې زه وروڼو او خپلو خلقو سره ملاوېږم او مونږ د مودو راهېسې يو بل پېژنو ٬ دې څخه د اخلاص او د رښتنې رشتۍ عكاسي كېږي۔ وزيراعظم د ماليزيا خپل همڅنګ انور ابراهيم مخاطب كولو سره ووئيل تاسو د عظيمو خوبيانو لرونكے څښتن يې ٬ ستاسو مدني وژن ستاسو د قائدانه صلاحتونو څرګندونه ده، تاسو د خپل سياسي كېريئر په مهال د حوصلې٬ زغم او همت نه كار اغستے، ماليزيا ستاسو په بصيرت لرونكې قيادت كښې په منطقه او نړۍ كښې مثالي ترقي كوي، د مالزيا په پرمختللي هېواد جوړېدو كښې د انور ابراهيم كردار ډېر مهم دے۔ وزيراعظم ووئيل زمونږه ډېرې ګټورې او تعميري خبرې شوي او مونږ په دوه اړخيزه اړيكو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې او زه په دې خبره ډېر خوشحاله يم چې په ټولو مهمو معاملو زمونږ خيالات يو ډول دي۔ وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم د كتاب “سكرپټ” ستائنې كولو سره ووئيل مونږ د وزيراعظم انور ابراهيم د كتاب “سكرپټ” مخ كتنه كړې ٬ دا كتاب به د كوالالمپور، اسلام آباد، پېښور٬ لاهور، كراچي او كوئټه ترمېنځه د پل كردار ولوبوي٬ “سكرپټ” د دوي د مدني وژن د لارښودنې فريم ورك دے ، دا د پائيدارۍ، د سريك احترام، جديديت، تحقيق او ترقۍ، خوشحالۍ شريك وژن دے٬ دا كتاب به موجود او راتلونكي كول لپاره ګټور ثابت شي۔ وزيراعظم ووئيل د ماليزيا او پاكستان كاروباريانو ترمېنځه هم ملاقاتونه روان دي٬ زه لاس په دعا يم چې عظيم هېواد ماليزيا دغسې خوشحاله اوسي او پرمختګ كوي٬ پاكستان به د ماليزيا په شراكتدارۍ د ترقۍ او خوشحالۍ سفر ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستان ته لوي څښتن بلها معدني او قدرتي وسائل، اوبه، سمندر، غرونه، د ښېرازه زمكې په څېر نعمتونه وركړي دي او مونږ د مخ په وړاندې تګ عزم لرو۔ وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا وزيراعظم د كتاب “سكرپټ” ستائنې كولو سره ووئيل مونږ د وزيراعظم انور ابراهيم د كتاب “سكرپټ” مخ كتنه كړې ٬ دا كتاب به د كوالالمپور، اسلام آباد، پېښور٬ لاهور، كراچي او كوئټه ترمېنځه د پل كردار ولوبوي٬ “سكرپټ” د دوي د مدني وژن د لارښودنې فريم ورك دے ، دا د پائيدارۍ، د سريك احترام، جديديت، تحقيق او ترقۍ، خوشحالۍ شريك وژن دے٬ دا كتاب به موجود او راتلونكي كول لپاره ګټور ثابت شي۔ وزيراعظم ووئيل د ماليزيا او پاكستان كاروباريانو ترمېنځه هم ملاقاتونه روان دي٬ زه لاس په دعا يم چې عظيم هېواد ماليزيا دغسې خوشحاله اوسي او پرمختګ كوي٬ پاكستان به د ماليزيا په شراكتدارۍ د ترقۍ او خوشحالۍ سفر ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستان ته لوي څښتن بلها معدني او قدرتي وسائل، اوبه، سمندر، غرونه، د ښېرازه زمكې په څېر نعمتونه وركړي دي او مونږ د مخ په وړاندې تګ عزم لرو۔ وزيراعظم ووئيل د ماليزيا وزيراعظم تېر كال د پاکستان دوره د دوه اړخيزه اړيكو مضبوطولو په اړه يوه يادګاره دوره وه او دغې څخه د پاکستان اولس لپاره د دوي د مينې او خلوص د جذبات عكاسي كېږي٬ د ماليزيا زيراعظم مخاطب كولو سره وزيراعظم شهباز شريف ووئيل پاکستان لپاره تاسو ناآشنا نه يې٬ تاسو هلته ډېر وخت تېر كړے ٬ هلته تاسو زده كړې كړې، د کراچۍ، لاهور او شاليمار باغ نه تاسو ښه خېر يې او ستاسو اردو هم ډېره ښه ده ۔ وزيراعظم ووئيل ډېر خوشحاله يم چې تاسو د دې وژن څرګندونه كړې چې مونږ څنګه شريكو اقتصادي او تجارتي روابطو ته وده وركولې شو او شريكو منصوبو ته وده وركولې شوو او څنګه د دواړو هېوادونو ترمېنځه سرمايه كاري زياتولې شوو۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د آئي ټي، مصنوعي زېركتيا او د اقتصادي ترقۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د ماليزيا پراخه تجربو څخه استفاده كول غواړو په كومو كښې چې ماليزيا د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل د ماليزيا د جي ډي پي وده د اطمينان وړ ده٬ د ماليزيا نړيوال تجارت او برآمدات زياتېږي٬ دا ھغه څانګې دي چې پاكستان پكښې د ماليزيز تجربو څخه ګټه پورته كول غواړي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان په ګډه مشتركه منصوبې پېل كولو له خوښي لري چرته چې د دواړو هېوادونو پوهان په ګډه كار وكړي٬ يو بل سره مرسته وكړي او په دې لړ كښې زراعت، ا ٓئي ټي او د وظيفائي تربيې په څېر څانګې مهمې دي٬ ده ووئېل د فني تربيې په څانګه كښې په پاکستان كښې په زړه پورې كار روان دے، د زرګونو په شمېر پاكستاني زده كوٶنكي د ماليزيا په قامي تعمير كښې ذمه وارۍ ترسره كوي٬ يو نيم لك پاكستانيان په مرليزيا كښې كار كوي، وزيراعظم ووئيل تېر كال د علامه اقبال د شاعرۍ شکوه، جواب شکوه، اسرار خودي او د اسلام تعليمات د جديد دور تقاضو له مخې پوهېدو له د موادو په ماليزيا كښې ترجمه او تبادله شوې چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمېنجه د فکري تبادلو نوې لارې پرانستلب شوي دي۔ وزيراعظم د ماليزيا د خپل همڅنګ په مطالبه د علامه اقبال دا شعرونه هم واورول:
خودي کو کر بلند اتنا که هر تقدير سے پهلے
خدا بندے سے خود پوچھے بتا تيري رضا کيا هے
وزيراعظم ووئيل قامونه په معجزو نه په مخنت او غېر متزلزل عزم سره جوړېږي۔ وزيراعظم ووئېل كله چې سبا زه د دې عظيم هېواد نه خپل كور څخه اسلام آباد ته روانېږم نو د وړاندې نه به زيات مطمئن او متاثره يم او عظيم قام او عظيم قيادت څخه به دا سبق ځان سره وړم چې مونږ له پاکستان د ماليزيا په څېر پرمختللے هېواد جوړول دي۔۔ ده ووئيل زمونږ په 24 كروړه نفوسو مشتمل هېواد يو عظيم قام لري او زمونږ د آبادۍ لويه برخه په ځوانانو مشتمل ده چې عمرونه يې د 15 نه تر 30 كالو دي٬ الحمدلله ډېر زيرك او باصلاحيته دي، مونږ ورته بشپړه موقعې وركوٶ دغسې چې هغوي په بېلا بېلو څانګو كښې جديد تعليم او ټيکنالوجۍ څخه مستفيد شي۔ ۔ وزيراعظم ووئيل د ماليزيا او پاكستان كاروباريانو ترمېنځه هم ملاقاتونه روان دي٬ زه لاس په دعا يم چې عظيم هېواد ماليزيا دغسې خوشحاله اوسي او پرمختګ كوي٬ پاكستان به د ماليزيا په شراكتدارۍ د ترقۍ او خوشحالۍ سفر ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستان ته لوي څښتن بلها معدني او قدرتي وسائل، اوبه، سمندر، غرونه، د ښېرازه زمكې په څېر نعمتونه وركړي دي او مونږ د مخ په وړاندې تګ عزم لرو۔ د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم پاكستان څخه د حلالې غوښې درآمد لپاره د 20 كروړه ډالرو كوټه مختص كولو اعلان سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاع، توان، ګرين ټيكنالوجي او په نورو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له خوښي لرو٬ د پاكستان د پروفيشنلز او وركرز د خدمات ستائنه كوٶ٬ د پاكستان زده كوٶنكي زمونږ په پوهنتونونو كښې زده كړې كوي٬ پاكستان څخه د ورېژو او غوښې په درامد كښې به مونږ اسانۍ وركوٶ او په دې لړ كښې چې څه ضروري وي ھغه به كوٶ۔ هغه ووئيل شهباز شريف زما ورور دے پاکستان ډېر استعداد لري، مونږ دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولې شوو۔ هغه نيمه وچه كښې پاك و هند منطقې لپاره د اهميت وړ ګرځولو سره ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي لپاره به د ګډې هڅې كولې شي، د فلسطين او غزه په معامله د پاكستان د موقف ستائنه كوٶ او د دې مسئلې حل كول غواړو او په دې لړ كښې مونږ كوټلې تجويزونه لرو، هغه ووئېل د صدر ډونلډ ټرمپ 20 نکاتي اقدام امن لپاره ګټور ګڼو ٬ په دې لر كښې اګرچه ماليزيا ځېنې اندېښنې لري خو په خاص توګه د اسرائيلي بمبارۍ خاتمه د مرګ ژوبلې لارې نيولو په معامله د عرب، اسلامي او د ګردې نړۍ موقف بېخي واضحه دے، ان شاء الله د امن مقصد به ترلاسه شي۔ ده ووئيل په غزه كښې د بشري خواخوږۍ په بنياد رسنه ضروي ده ځګه چې مېرمنې او كوچنيان بمبارۍ سره مخ دي ٬ په كال 2025 كښې د دې تصور هم نه شي كېدې، دا بېخي حماقت دے۔ ده ووئيل د امن دې اقدام لپاره زمونږ مشتركه موقف به په تل پاتي امن ترلاسه كولو كښې مرستياله وګرځي ۔ هغه ووئيل د علامه اقبال کتابونه اسرار خودي او جاوېد نامه ډېر مهم دي، اسلام لپاره د علامه اقبال ډېر خدمات دي، يو دستاويزي فلم به هم ښودلې شي دغسې چې اولس د علامه محمد اقبال او د قائداعظم محمد علي جناح د خدمات نه خبر كړې شي۔ د ماليزيا وزيراعظم د پاكستان خپل همڅنګ شهباز شريف مخاطب كولو سره ووئيل تاسو ته په خپل دوېم كور كښې هركلے وائيو۔ د دې نه وړاندې د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه د اعلي تعليم، سېلګرۍ، حلال سرټيفكيشن، د بدعنوانۍ مخنيوي او د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار ودې له د مرستې په لوظنامو او د تفاهم په ياددښتګونو لاسليكونه وشول۔ وزيراعظم د شهباز شريف او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم هم په دې موقع موجود وو۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا د وزيراعظم انور ابراهيم د کتاب “سکرپټ” د اردو ترجمې د مخ كتنې په دستوره كښې ګډون وكړو او د كتاب مخ كتنه يې وكړه۔

مزید خبریں