د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني به بار باډوس كښې په 68م دولت مشتركه كنفرنس كښې ګډون كوي

بار باډوس 06 اکتوبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني به بار باډوس كښې كېدونكې په 68مې دولت مشتركه كنفرنس كښې د خپل پارليماني پلاوي سره ګډون كوي۔د سينيټ چيئرمېن به د سي پي سي كنفرنس كښې د ګډون كولو نه علاوه د مختلف پارليمانونو مشرانو سره هم مهم ملاقاتونه كوي۔د ګل په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن به …

بار باډوس 06 اکتوبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني به بار باډوس كښې كېدونكې په 68مې دولت مشتركه كنفرنس كښې د خپل پارليماني پلاوي سره ګډون كوي۔د سينيټ چيئرمېن به د سي پي سي كنفرنس كښې د ګډون كولو نه علاوه د مختلف پارليمانونو مشرانو سره هم مهم ملاقاتونه كوي۔د ګل په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن به د سي پي سي مهمې غونډې مشري هم كوي۔دا د كنفرنس دولت مشتركه غړو هېوادونو ترمينځه د شريكې مرستې٬شراكتدارۍ ته ودې وركولو كښې مهم ثابت شي۔د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د دولت مشتركه پارليماني اېسوسي اېشن په اولسي كچه د روابط ودې له هم مرستياله ګرځي٬مونږ دولت مشتركه سره خپله شراكتداري مهمه ګڼو۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني به ملاقاتونو كښې ے د اولسي روابطو ٬شريك مرستې نه علاوه پاكستان كښې د سېلاب صورتحال څخه هم ګډون كوونكي خبروي۔

مزید خبریں