اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د عرب او اسلامی هېوادونو خارجه وزيرانو په غزه كښې د كوټلي جنګ بندۍ لپاره د تازه پیش رفت هركلې كولو سره وئيلي چې دا پیش رفت د غزه اولس ته پېښ سنګین انسانی صورتحال حل لپاره يوه حقیقی موقع وركوي۔د اردن، متحده عرب امارات، انډونیزیا، پاکستان، ترکیه، سعودی عرب، قطر او مصر خارجه وزيرانو په خپل شريك بیان كښې نن د حماس …
عرب او اسلامی هېوادونو خارجه وزيرانو په غزه كښې د كوټلي جنګ بندۍ لپاره د تازه پیش رفت هركلے وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د عرب او اسلامی هېوادونو خارجه وزيرانو په غزه كښې د كوټلي جنګ بندۍ لپاره د تازه پیش رفت هركلې كولو سره وئيلي چې دا پیش رفت د غزه اولس ته پېښ سنګین انسانی صورتحال حل لپاره يوه حقیقی موقع وركوي۔د اردن، متحده عرب امارات، انډونیزیا، پاکستان، ترکیه، سعودی عرب، قطر او مصر خارجه وزيرانو په خپل شريك بیان كښې نن د حماس د اړخه غزه كښې د جنګ خاتمے، ټولو نيولې شويو كسانو خوشي كولو او نفاذ په تګلاره د خبرو اترو په سندستي توګه پېل كولو د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ تجویز په اړه د اقداماتو هركلې كړې دے۔خارجه وزيرانو د امریکې صدر ټرمپ د اپيل هم هركلے كړے چې اسرائیل دې بمباری په سمدستي توګه بنده كړي او د تبادلے په معاهدے دې عمل درآمد پېل كړي۔دوي سيمه كښې امن لپاره د صدر ټرمپ عزم هم ستائلې او دا پیشرفت ئې يو كوټلې جنګ بندۍ ترلاسه كولو لپاره حقیقی موقع ګرځولې ده كوم چې د غزه اولس ته پېښ سنګین انسانی بحران حل كښې مرستياله ګرځيدلې شي۔د اتوار په ورځ د پاکستان خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې خارجه وزيرانو د حماس د دې اعلان هركلے كړې چې غزه انتظام يو عبوری فلسطینی انتظامی کمېټۍ چې پكښې غیر جانب دار ټیکنوکریټس شامل وي،سپارلو له چمتو يو۔ دوي زور راوړو چې په دې تجویز عمل درآمد تګلاري او په ټولو اړخونو د رايو اتفاق لپاره مذاکرات په سمدستي توګه پېل كړې شي۔خارجه وزيرانو د خپل شريك عزم پخلے كړې چې په دې تجویز عمل درآمد، غزه كښې روان جنګ سمدستي خاتمے او يو كوټلې معاهدے لپاره هڅې رواني وساتي كوم به چې غزه كښې انسانی امداد غير د څه رکاوټ وركولو، فلسطینی اولس په زبردستۍ انخلا مخنيوي،د وګړو تحفظ، نيولې شويو كسانو خوشي كولو، فلسطینی اتھارټی په غزه كښې راستنيدو، غزه او لويديزه غاړې اتحاد، ټولو ډلو سلامتیا لپاره يو كوټلې سکیورټی نظام، اسرائیلی پوځ بشپړه انخلا او غزه تعمیرِ نو د لارې په دوه رياستي حل اډانه منصفانه امن لاره سمه شي۔










