‏استاذان د قوم د سباؤن معمار دي،د قوم په تعمير كښې د استاذانو كردار تر ټولو بنيادي او مقدس دے۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال

اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي ‏استاذان د قوم د سباؤن معمار دي،د قوم په تعمير كښې د استاذانو كردار تر ټولو بنيادي او مقدس دے۔‏د اتوار په ورځ د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل نن ورځ د هغه معمارانو په نامه ده كوم چې د قومونو سباؤن جوړوي،استاذان د علم …

اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي ‏استاذان د قوم د سباؤن معمار دي،د قوم په تعمير كښې د استاذانو كردار تر ټولو بنيادي او مقدس دے۔‏د اتوار په ورځ د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل نن ورځ د هغه معمارانو په نامه ده كوم چې د قومونو سباؤن جوړوي،استاذان د علم ډيوې بلوي او د وګړو زړونه منور كوي،د استاذان په خاموشۍ سره د هر نسل تقدير جوړوي۔ احسن اقبال ووئيل د قوم په تعمير كښې د استاذانو كردار تر ټولو بنيادي او مقدس دے،نن ورځ يواځې د مننې كولو نه بلكه د غور او فكر لمحه هم ده،مونږ له به سوچ كول وي چې د تعليم دا مقدس مشن څه ډول قوي كړو۔وفاقي وزير ووئيل ‏استاذان زمونږ د قوم د سباؤن معمار دي ، ډاكټر وي، انجينئر يا سائنسدان د هغه په شا د يو استاذ محنت او رهنمائي وي،د يو استاد اثر د رڼا په شان وي خاموش خو همه ګير، په ظاهره په نظر نه راځي خو زړونه او نسلونه منور كوي،د ‏استاذ خبري،د هغه اخلاق، د هغه همت افزائي عمر له د شاګردانو په زړونو كښې ژوندۍ وي۔احسن اقبال ووئيل نن مونږ د علم او تخليق په يو نوې دور كښې داخل شوې يو،په داسې كښې د استاذانو كردار وړاندې څخه زيات مهم دے،‏اب د استاذ كار يواځې سبق وركول نه بلكه سوچ لرونكې ذهن، انسانيت درد لرونكې زړه او ذمه واره شهري پيدا كول دي،د ‏استاذ قلم د كومي هم وسلے څخه زيات قوي دے ځكه چې هغه ذهنونه جوړوي او هغه ذهن نړۍ بدلوي۔ده ووئيل زه نن د ګوادر نه تر ګلګت، نارووال نه تر كراچۍ استاذانو ته سلام كوم كوم چې خاموشۍ سره كلاس روم كښې خذمت كوي۔

مزید خبریں