اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د سي ډي اے په هيډكوارټرز كشې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري او داخله سيكرټري محمد خرم آغا ګډون وكړو۔په غونډه كښې په اسلام آباد كښې د روانو پرمختيائي پروژو پيش رفت تفصيلي جاج واخستلے شو۔په دې موقع وزيراعظم په سپارښتنه اېس سي او كنفرنس 2027 …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې غونډه،اسلام آباد كښې د روانو پرمختيائي پروژو د پيش رفت تفصيلي جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د سي ډي اے په هيډكوارټرز كشې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري او داخله سيكرټري محمد خرم آغا ګډون وكړو۔په غونډه كښې په اسلام آباد كښې د روانو پرمختيائي پروژو پيش رفت تفصيلي جاج واخستلے شو۔په دې موقع وزيراعظم په سپارښتنه اېس سي او كنفرنس 2027 څخه وړاندې نوي كنونشن سنټر په تعمير مشاورت وشو۔په غونډه كښې د جناح كنونشن سره دويم لوئ كنونشن هال جوړولو اصولي پريكړه هم وشوه۔په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل بايد نوي منصوبه د ګڼو لويو كنفرنس و ميټنګ رومز پشمول په پراخه كنونشن هال مشتمل وي، نوي كنونشن هال دې د نړيوال معيار او جديد دور تقاضو له مخې جوړ ګړې شي،د منصوبے بشپړيدو سره به په پاكستان كښې د لوئ نړيوال كنفرنسز كولو كښې آساني وي۔د كورنيو چارو وزير د منصوبے ډيزائن لپاره د نړيوال او ځائې ښه آركيټكټس خدمات ترلاسه كولو سپارښتنه وكړه او اسلام آباد ايكسپريس وے كمرشلائزيشن كوټلې پلان ئې وغوښتلو،په غونډه كښې اسلام آباد كښې نوي پوليس تھاڼو د پيشرفت جاج واخستلے شو،د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د 6 تھاڼو تعميراتي كار په 45 ورځو كښې د بشپړولو ټاسك وركړو۔په دې موقع د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا د كورنيو چارو وزير له تفصيلي بريفنګ هم وركړو۔په غونډه كښې د اسلام آباد ډپټي كمشنر ،د سي ډي اے غړي او اعليٰ افسرانو هم ګډون وكړو۔










