اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ټولو استاذانو ته د هغوې د قدر وړ په خذمات پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د ټولنو فكري دنګوالې ، تهذيبي شائستګي او قومي خپلواكي د استاذ په رهنمائي كښې دي۔د اتوار په ورځ د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل نن ورځ د هغه …
د استاذ د عظمت، كردار او رتبے اعتراف كونكې قومونه د پرمختګ منزلونه ترسره كولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ټولو استاذانو ته د هغوې د قدر وړ په خذمات پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د ټولنو فكري دنګوالې ، تهذيبي شائستګي او قومي خپلواكي د استاذ په رهنمائي كښې دي۔د اتوار په ورځ د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل نن ورځ د هغه مقدس هستو په نامه كومو چې په هر حالت كښې د علم ډيوه په خپل محنت سره بله كړي، د استاذ د عظمت، كردار او رتبے اعتراف كونكې قومونه د پرمختګ منزلونه ترسره كولې شي۔محسن نقوي ووئيل دا ورځ د د هغوې د خذمات او قربانو ياد تازه كوي ٬ استاد د خپل ذات نفي كولو سره نسلونه مقصد لرونكې جوړوي، د ټولنو فكري دنګوالې ، تهذيبي شائستګي او قومي خپلواكي د استاذ په رهنمائي كښې دي،استاذ هغه منصب دے كوم چې د انبياﺀ كرامو ميراث ګرځولې شوي۔ محسن نقوي ووئيل نبي كريم(ص) فرمائيلي’’ زه استاذ جوړولو سره رالېږلې شوې يم ‘‘ او دا قول د استاذ منصب له تقدس وركوي ،قرآنِ كريم “يعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ” فرمائيلي د تعليم او تربيې ربط تر ټولو مقدس مشن جوړ شوې۔ ده ووئيل لوے څښتن چې ما له كوم منصب راكړې په هغې كښې زما د محترم استاذانو تربيه، محنت او لګن شامل دے۔ ده ووئيل زه د خپلو استاذانو احسان په هيڅ ډول نه شم هيرولې ،تاريخ ګواه دې چې د هر يو عهد عظمت د يو عظيم استاذ تربيې لرونكې نسل څخه پيدا كيږي،راځئ چې مونږ په اجتماعي توګه دا لوظ وكړو چې د استاذ توقير د رياستي بيانيے مركزي برخه جوړه كړو،ټولو له به د دې عزم پخلے كول وي چې د استاذ احترام د نظريے توګه خپل كړو۔










